شاته

دافغانستان پینځوؤ ولایتونو کې دکرونا وائروسو ۵۶ نوې پېښې ثبت شوي دي

دافغانستان په پینځوؤ ولایتونو کې د کرونا وائروسو ۵۶نورې پېښې مخې ته راغلي چې دې سره په دغه هیواد کې په کرونا وائروسو داخته کسانو شمیره ۴۲۳ ته ته رسېدلې ده.

دافغانستان د روغتیا وزارت ویلي دکرونا وائروسو دا تازه پېښې په تیر یو شواروز کې رامخې ته شوي چې په دې کې ۲۷پېښې په هرات،۱۲،کابل،۱۰کندهار،پینځه بلخ اؤ دوه ننګرهار کې ثبت شوي دي.

امریکا غږ اشنا د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس وایي چې تر دې مهاله په افغانستان کې دکرونا وائروسو له امله ۱۱کسان مړه شوي اؤ ۱۸ نور ددې ناروغۍ څخه روغ شوي دي.

دامریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د شمیرو له مخې د کرونا وائروسو له امله په ټوله نړۍ کې ۷۴۸۰۸ کسان مړه شوي اؤ تر یو میلیون زیات کسان په دې وائروسو اخته شوي دي..

افغانستان سره په پوله پروت ګاونډي هیواد کې هم د کرونا وائروسو د ناروغانو شمیره ۳۸۶۴ته رسېدلې ده اؤ تراوسه په دغه هیواد کې ۵۴ کسان په یادو وائروسو مړه شوي دي.

دتیرې میاشتې په وروستیو کې دافغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین اندېښنه ښودلې وه چې که دافغانستان خلک دکرونا وائروسو څخه احتیاطي تدابیر په پام کې ونه نیسي نو ښایي ۱۶میلیونه افغانان په دې وائروسو اخته شي.