BBC
 شاته

کورونا وېروس؛ د برتانیا د لومړي وزیر روغتیایي وضعیت خراب شوی

د انځور حقوق Reuters

د برتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن- چې د کورونا ناروغي لري- د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته د روغتون د کلکې پالنې څانګې ته لېږدول شوی دی.

رپوټونه وايي، ښاغلي جانسن ته د درملنې په لړ کې پرون مازیګر اکسیجن ورکړ شو او وروسته د سختو ناروغانو څانګې ته انتقال شو.

د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب- چې اوس د حکومتي چارو مشري کوي- په دې تړاو ټلوېزیوني وینا کې وویل، چې ښاغلی جانسن د لندن په سینټ تامس روغتون کې د روغتیايي کارکوونکو تر څار لاندې خوندي دی:

"د حکومت چارې به روانې وي. لومړی وزیر د روغتیايي کارکوونکو د یوې غوره ډلې تر پالنې لاندې خوندي دی".

د هغه په خبره، د لومړي وزیر په مشرۍ حکومت په ډېره ښه همکارۍ چارې پر مخ بیايي:

" موږ دا باوري کوو، چې ټول هغه پلانونه پر خپل وخت پلي کړو، چې لومړي وزیر یې په اړه راته لارښوونه کړې ده. له همدې لارې به ټول هېواد د کورونا-ویروس له اوسنۍ ننګونې را وباسو".

پینځه پنځوس کلن لومړي وزیر کې د مارچ پر ۲۷ کورونا-ویروس مالوم شو او کور کې یې ځان کرنتین کړی و.

خو په دې موده کې د لوړې تبې په ګډون د دغه رنځ له نښو پرله پسې کړېده او وړمه شپه روغتون ته ولېږدول شو.

په برتانیا کې د حکومت-مخالف کارګر ګوند مشر او نورو ګڼو سیاستوالو او مشرانو د هغه پر وضعیت خواشیني څرګنده کړې او د دوی په ګډون ګڼو نړیوالو مشرانو هغه ته د ژر رغېدنې هیلې څرګندې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، چې د هغه ټول ولس د ښاغلي جانسن د جوړېدو لپاره لاس په دعا دی.

"زه خپل ډېر ښه ملګري او د خپل هېواد ملګري- لومړي وزیر بورېس جانسن ته نېکې هیلې استوم. موږ د دې خبر په اورېدو ډېر خپه شوو، چې هغه د روغتون د کلکې پالنې څانګې ته ولېږدول شو. ټول امریکایان د هغه د روغتیا لپاره دعا کوي. هغه زموږ ډېر ښه ملګری دی".

ښاغلي جانسن روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته پرون په یوه ټوېټري پیغام کې ویلي وو، چې د ناروغۍ نښې پکې لا هم شته او له همدې امله د ازموینو لپاره روغتون ته تللی.

هغه همداراز ټینګار کړی و، چې وضعیت یې ښه دی او په وینا یې د کورونا-ویروس پر وړاندې د مبارزې د روان ساتلو په موخه له خپلې حکومتي ډلې سره په اړیکه کې دی.

* له کورونا ویروس ډار زموږ پر روان څه اغېز کوي؟

* کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو

* کورونا وېروس: مېکروبونه څنګه لېږدي