BBC
 شاته

طالبان: د بندیانو د خوشي کولو په هکله نورې خبرې نه کوو

طالبان

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره استول شوی پلاوی به په دې تړاو له حکومت سره نورې خبرې ونه کړي.

د ښاغلي شاهین دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې حکومت وویل، لویو بریدونو کې ښکېل ۱۵ طالب بندیان نه خوشي کوي.

خو ښاغلي شاهین خپل ټوېټر کې د حکومت دا دریځ د بندیانو د خوشي کولو بهیر د ځنډولو پلمه بللې ده او لیکلي یې دي:

"موږ کابل ته د بندیانو د کمیسیون تخنیکي ټیم زموږ د بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره لیږلی و ځکه د لاسلیک شوې توافقنامې او شوې وعدې مطابق د بندیانو خلاصون پیلیدونکی و خو متاسفانه د بندیانو خلاصون تراوسه پورې په یوه او بله پلمه ځنډول شوی دی".

* د افغان سولې بهیر: له پیله تر دې دمه

* افغان سوله: مایک پومپیو وایي پر هېڅ شي باور نه شي کېدلی

نوموړی د خپلو ټوېټونو لړۍ کې زیاتوي: "له همدې امله، له سبا(نن د اپرېل ۷) څخه زمونږ تخنيكي ټیم له اړوند جهتونو سره په نورو بې نتیجې ناستو کې ګډون نه کوي.".

پرون د اپرېل ۶ د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس او د افغان سولې لپاره د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیګ وویل،افغان حکومت په لومړي پړاو کې د هغو ۱۵ طالب بندیانو خوشي کولو ته چمتو نه دی چې په خونړیو بریدونو کې یې لاس لرلی وي.

د نوموړي ځواب کې ښاغلي شاهین بي بي سي ته وویل، دا ۱۵ کسان هم د هغو پنځه زره بندیانو په لېست کې دي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید خوشي شي:

"د دې ۱۵ کسانو خوشي کېدل ځکه اړین دي چې له دوی سره د نورو بندیانو د خوشي کېدو په تثبیت کې مرسته وکړي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د پنځو زرو طالب او بدل کې د دې ډلې له خوا د زر افغان سرتېرو خوشي کېدل د افغانانو خپل منځي خبرو د پېل لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې شوي دي.

سهیل شاهین وايي، دغه پنځلس تنه په هغه پنځه زره کسیز نوملړ کې دي چې له امریکا سره هوکړه ورباندې شوې.

د ښاغلي شاهین په خبره، د دې ډلې د بندیانو په خوشي کولو کې هر راز ځنډ به بین الافغاني خبرې وځنډوي.

د ولسمشر غني فرمان

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره د فرمان خبره وکړه.

افغان حکومت د طالبانو او امریکا د سولې تړون د لاسلیک لومړیو کې هم د طالب بندیانو له خوشي کولو سره مخالفت ښود، خو ولسمشر غني د لومړې مراسمو کې وویل، چې د بندیانو خوشي کولو فرمان به صادر کړي.

د نوموړي د فرمان له مخې لومړي پړاو کې او د افغانانو له خپلمنځي خبرو مخکې پنځلس سوه طالب بندیان خوشي کوي، چې له دې بندیانو به هره ورځ سل کسان عمر، روغتیايي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام خوشي کېږي.

د ښاغلي غني د فرمان له مخې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو پیلېدو او دې بهیر کې به هرو دوو اونیو کې پنځه سوه طالب بندیان چې ټول ۳۵۰۰ کېږي په دې شرط خوشي کېږي چې تاوتریخوالی پام وړ کم شي.

کابل کې طالب پلاوی

تېره سې شنبه( د مارچ ۳۱) د طالبانو درې کسیز پلاوی د بندیانو خلاصولو لپاره کابل ته ورسېد.

له هغه یوه ورځ وروسته د افغانستان ملي امنیت شورا د دې پلاوي تګ تایید کړ او ویې ویل چې د بندیانو د خلاصولو پر څرنګوالي دواړه لوري خبرې کوي.

له دې مخکې هم د دواړو لورو استازو د ویډیو کانفرنس درې ناستې درلودې.