شاته

بلوچستان ایالت کې د کرونا مریضان زیات شوی خو ډاکټرانو کاربندیز اعلان کړ‎

په بلوچستان کې کرونا وایرس 11 تنه نور وھلي چې ورسره په صوبه کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر 202 ته ورسیدړو.

د صحت د صوبايي محکمې تازہ رپورټ ښایي په ناروغانو کې د ډاکټرانو 15 او د عامه روغتیا 3 کارکونکي او د صحت محکمې د کرونا وایرس ځانڰړ‎ي سیل 6 تنه ھم شامل دي۔

له بلې خوا ینڰ ډاکټرز ایسوسي ایشن (ځوان ډاکټرانو اتحادیه) د ایالت په روغتونونو کې د ھر ډول کار کولو بایکاټ وکړ‎ ۔

د ګل، دوشنبې په ورځ په کوټه کې د ډاکټرانو او د پولیسو ترمنځ د تاؤ تریخوالي او د تشدد پېښه رامنځته شوہ.

ډاکټرانو د کوټې له سیول روغتون څخه د صوبې د اعلا وزیر جام کمال تر دفتره لاریون وکړو، کله چې احتجاج کونکي ډاکټران ، ھیلتھ ورکرز او نرسز د اعلا وزیر دفترمخ ته ورسیدل نو د پولیسو او د احتجاج کونکو تر میان شخړ‎ہ رامنځ ته شوہ.

د شخړ‎ې پر ضد د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر یاسر اڅکزي په خبري کانفرنس کې وویل د احتجاج په توڰه نور په روغتونونو کې کار نه کوي.

د اڅکزي په خبرہ د دوی تر سل زیاته ملڰري پولیسو نیولي دي “ ډاکټرانو پر امن احتجاج کاوہ ، له کرونا وایرس د ځان ژغورنې ځانڰړ‎ې طبي جامې، (پي پي اي)ماسکونه ، سرجیکل ڰلوز او د ناروغو ډاکټرانو د ایسولیشن ځای مو له حکومت څخه غوښت ، خو پولیسو ووھلو او زموږ‎ ملڰري یې ونیول ، حکومت زموږ‎ د خدمتونو دا سله راکړ‎ہ؟”۔

ښاغلي د ملڰرو تر خلاصیدو ، د ځان خوندي ساتلو جامې او آلات ، او د صحت محکمې د سیکر تر له دندې د ڰوښه کولو غوښتنې تر منلو پورې د کار نه کولو اعلان وکړ‎۔

د پنجاب ایالت د ډاکټرانو او د بلو چستان ایالت د تاجرانو اتحادیې د بلوچستان د ډاکټرانو غوښتنې جایز بللې او له حکومت څخه یې د منلو غوښتنه کړ‎ې، د دوی په خبرہ که حکومت و نه مني په لوی احتجاج به لاس پورې کړ‎ي۔

د بلوچستان د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه په خبرہ “ احتجاج کونکو په اخر وخت تششدد شروع کړ‎ ځکه ولیسو نیولي ،خو پولیسو تشدد نه دی ورباندې کړ‎ی” ۔

تر دې وړ‎اندې ھم ډاکټرانو له حکومت څخه له کرونا وایرس د ځان خوندي ساتلو خصوصي جامې ، طبي اسباب ، او د کنټرکټ ډاکټرانو د پرمننټ کولو سفارښتونه کړ‎ي ۔

د ایالت د اعلا وزیر جام کمال له لوري په یو جاري کړ‎ل شوي بیان کې لیکل شوي چې د احتجاج کونکو غوښتنې حکومت مني، خو د ډاکټراونو ځینې غوښتنې ناقانونه دي ۔ خو بیان کې دا ندہ څرڰندہ شوې چې کومې غوښتنې ناقانونه دي۔

په خپارہ شوي بیان کې لیکل شوي چې حکومت د ایالت و روغتونونو ، کرونا وایرس قرنطین او ایسولیشن مرکز ونو ته 13 زرہ ماسکونه او 2850 پي پي اي کټس(له وایرس د ځان ژغورنې ځانڰړ‎ې جامې) ورکړ‎ې،

له اسلام آباد او له چین چخه نور اسباب رارسیدلي ، ډاکټرانو او د صحت و کارکونکو ته به ډېر ژر ورکول شي ‎۔

خو ډاکټران وایي حکومت لېږ‎ او ناکارہ ، تر وخت تېر اسباب ورکړ‎ي دي ۔

د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاہواني په خبرہ په ایالت کې د ډاکټرانو شمېر 6000، شپږ‎ زرہ دی ۔

د صحت د ایالتي محکمې تازہ رپورټ دا ھم ښایي چې د کرونا وایرس وھلي 63 تنه له 14 ورځو ایسولیشن کولو ورسته جوړ‎ شوي او خپلو کورونو ته لېږ‎ل شوي دي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.