شاته

کرونا لسګونه زره افغان کډوال ایران څخه وتلو ته اړ کړي

پدې وروستیو اونیو کې په لسګونو زره افغانان په ایران کې د کروناویروس د خپریدو له ویرې هیواد ته ستانه شوي دي.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د رپوټ له مخې په ایران کې د کووید۱۹ ویروس د خپریدو په وجه لږ تر لږه ۲۰۰زره افغانان چې په ایران کې اوسیدل خپل هېواد راستانه شوي دي.

اژانس وایي په ایران کې میشت افغانان له یو “داسې هیواد نه وځي چې د نړۍ د وبا تر ټولو ستر مرکز دی او دوی خپل ناداره هیواد ته مخه کوي چې متاسفانه د هغې په وړاندې مبارزې ته تیاری نلري. ”

اسوشیتیدپرس وایي، هېواد ته راستنیدونکي افغانان پرته له دې چې معاینه شي هیواد ته روان دي او کیدای شي ”په افغانستان کې په پراخه کچه (د ویروس) د خپریدو سبب شي او دا کار به د هغې روغتیایي تاسیسات له ازمون سره مخامخ کړي. “

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي په هیواد کې یې ویروس د بیرته راستنیدونکو افغانانو په واسطه خپور شوی او زیاتوي چې: ”که پیښې زیاتې شي، له کنترول نه به ووځي او مونږ به مرستو ته اړتیا ولرو. “

د افغانستان د روغتیا وزیر او نور افغان چارواکي وايي دوی اندیښمن دي چې کیدای شي ایران شاوخوا یو میلیون افغانان چې په هغه هیواد کې په غیر قانوني توګه کار کوي له هغه هیواد نه وباسي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وایي یوازې د مارچ په میاشت کې د کروناویروس د خپریدو وروسته څه دپاسه ۱۴۵۰۰۰ افغانان له ایران نه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون په وینا په ایران کې ۵۸ زره کسان په کروناویروس اخته دي او تر اوسه په کې څه دپاسه ۳۶۰۰ تنه مړه شوي، پداسې حال کې چې په افغانستان کې ۳۶۷ تنه پدې ویروس اخته دي او تر اوسه د ۱۱ تنو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی.