BBC
 شاته

ساینس پوهان: ۵ جي انټرنټ‌ له کورونا وېروس سره هېڅ تړاو نلري

Woman using mobile phone د انځور حقوق Getty Images
Image caption بریتانیا او امریکا کې یو شمېر خلکو ادعا کړې چې ۵ جي انټرنټ کورونا وېروس خپروي

د ساینسپوهانو ټولنې هغه اوازه چې ګواکې د موبایل ۵جي ټکنالوژي د کورونا وېروس په خپرولو کې مرسته کوي رد کړې ده.‌ په خواله رسنیو کې خپرو شویو وېډیو ګانو کې ښودل کیږي چې د بریتانیا په مانچسټر او برمنګهم ښارونو کې د موبایل تیلیفون لویو ستنو ته د همدې اوازو له مخې خلکو اور ورته ورکړی دی.

خو ساینسپوهان وايي د کووېډ ۱۹ ناروغۍ او ۵ جي ټکنالوژۍ ترمنځ دتړاو خبره بیخې بې مانا ده او بیولوژي علم له پلوه دا بالکل ناممکنه ده.

د ۵ جي په ټکنالوژۍ کې هغه سګنالونه کارول کیږي چې د راډیويي څپو پر مټ لیږدول کیږي.

د توطیې دا نظریه یا تیوري د تېرې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې هغه مهال په امریکا کې د فیسبوک له لارې خپره شوه چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس لومړنۍ مثبتې پېښې ثبت شوې.

د دې تیورۍ له مخې ویل کېدل چې ۵ جي د انسان د بدن دفاعي سېسټم کمزوری کولي شي او بیا وېروس په اسانۍ بدن ته ننوځي.

د تېورۍ بله برخه داسې ده چې د ۵ جي ټکنالوژۍ د کارولو پر مهال وېروس په یو ډول د انسان بدن ته داخلیږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کورونا وېروس هغو هېوادونو کې هم خپور شوی چې ۵ جي انټرنټ نه لري

خو د بریتانیا د ریډینګ پوهنتون د مایکروبیولوژي مرستیال پروفېسور ډاکټر سېمون کلارک وايي د دې تیورۍ دا دواړه مفاهیم په بشپړه توګه بې مانا دي.

هغه څه چې د دې تیورۍ ناسموالی ثابتوي دا ده چې په داسې هېوادونو کې هم خپره شوې چې لا یې دا ټکنالوژي کارول نه دي پیل کړي.

د کورونا وېروس له رامنځته کېدو وړاندې هم د ۵ جي ټکنالوژۍ په اړه د روغتیا اړوند ځینې وېروونکې خبرې کېدلې.

د روان کال په لومړیو کې د انرژۍ د نړېوالې ټولنې له خوا له شعاګانو د ځان ساتنې په اړه د یوې تفصیلي څېړنې په پایله کې ویل شوي وو چې دا ادعاوې بې ځایه دي او داسې هېڅ کوم دلیل نشته چې وښيي موبایل تیلیفون سرطان او یا نورې ناروغۍ رامنځته کوي.