کورونا وېروس: اروپا کې د مثبتو پېښو او مړینو کچه نوره هم ټیټه شوې
په اروپا کې د دوشنبې تر مازدیګره ترلاسه شوي رپوټونه ښیي چې ځینو هېوادونو کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې او همدا راز د مړو شمېر نور هم په کمېدو دی.
دوشنبه پرله پسې څوومه ورځ ده چې په اسپانیا او ایټالیا کې وضعیت په ښه کېدو ښکاري، او اوس د لومړي ځل لپاره په بریتانیا کې هم د مړو شمېر کم شوی دی.
په اسپانیا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۳۷ کسان وژل شوي دي، خو دا پرله پسې څلورمه ورځ ده چې د مړینو شمېر کمېږي.
په دې هېواد کې د مړو شمېر له ۱۳ زرو اوښتی او ۱ لک او ۳۵ زره کسان په کورونا وېروس اخته دي.
د اسپانیا چارواکو همدا راز اعلان کړی چې لګېدلي محدودیتونه به د اپرېل میاشتې تر پایه پر ځای وي، او هغه کسان به هم اوس معاینه کېږي چې د کوورنا وېروس علایم نه لري.
له ایټالیا نه ترلاسه شوي رپوتونه وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دې هېواد کې ۶۳۶ کسان له کورونا وېروسه مړه شوي دي.
که څه هم دا شمېر د یکشنبې ورځ پرتله ډېر دی، خو څارونکي وایي، په ټوله کې وضعیت په ښه کېدو ښکاري او د مثبتو پېښو شمېر هم له څو ورځو راهیسې کمېږي.
بریتانیا کې هم تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مړو شمېر ۴۳۹ ته رالوېدلی دی. په دې هېواد کې تر دې دمه ټولټال ۵۳۷۳ کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي.
د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن پخپله هم په کورونا وېروس اخته دی او له یکشنبې راهیسې په روغتون کې بستر دی.
خو په امریکا کې وضعیت لا هم د اندېښنې وړ ښکاري او چارواکو خبرداری ورکړی چې روانه اوونۍ ښایي تر ټولو خونړۍ ثابته شي.
په امریکا کې د مړینو شمېر لس زرو ته نږدې شوی او کابو ۳ لکه ۴۰ زره کسان په کورونا وېروس اخته دي.
د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې کابو ۳۶۶۰ کسان په کورونا وېروس اخته دي، چې نیمایي هغه یې په پنجاب ایالت کې دي.
دې هېواد کې تر دې دمه ۵۲ کسانو د دې ناروغۍ له کبله خپل ژوند بایللی دی.
- * له کورونا سره مقابله کې د پانګوالۍ نظام پاتې را تلل
- * د چین شېنژن ښار د سپي او پیشو پر غوښه بندیز ولګاوه
- * له کورونا ویروس ډار زموږ پر روان څه اغېز کوي؟
- * له کورونا ویروس ډار زموږ پر روان څه اغېز کوي؟