شاته

د مردان منګا يونين کونسل د ۱۹ ورځې قرنطین نه پس په جزوي توګه پرانستل شو

د خېبرپښتونخوا مردان په منګا سيمه کې د مارچ په ۱۸مه يو پنځوست کلن تن د کرونا وايرس له امله مړ شوی و او بیا دغه سیمه په مکمله توګه وتړل شوه.

شاوخوا ۱۹ ورځې پس د منګا يونين کونسل ۲۹ کلي پرانستل شوي دي.

د مردان اېډيشنل ډپټي کمشنر نېک محمد وايي په سيمه کې ۱۰۹ کسانو د معاينې وروسته د هغوي د ټېسټونو نتيجې منفي راغلي، په مرحله واره توګه چې کومې سيمې بندې دي هغه به هم پرانستل کېږي خو د خلکو د تګ راتګ د څارنې او د معاينې لپاره به هم دوي خصوصي لارې هم جوړوي.

بل اړخ ته د مردان ضلعي حکومت وايي د يادې سيمې خصوصي لاک ډاون يا تړل به اوس هم روان دی.

د منګا سيمې سره تعلق لرونکي ۲۴ کسان اوس هم په قرنطين کې موجود دي او مامورين وايي دوی هڅه کوي چې کومې سيمې تر دې دمه تړل شوي، ورو ورو به یې یرانځي.

د سيمې د پرانستلو وروسته د حکومت له خوا د جراثيم وژونکو سپری ګانو شیندل هم پېل شوي او حکومت وايي د صفايۍ عمل به ژر سر ته رسوي.

د دې ترڅنګ په منګا سيمه کې په ځايي کچه جوړې کمېټۍ مشر رشيد خان ګيله لري چې د دې سيمې اوسېدونکي د صحت د اسانتياو نه محرومه دي، دوي حکومتي مامورينو ته د دوا تفصيل ورکړی خو تر دې دمه دوی ته نه دي ورکړل شوي. هغه په مالدارو خلکو هم غږ وکړو چې اولس په معاشي توګه د خرابو حالاتو سره مامخ دی، بايد تر يوې مياشتې کم نه کم کرايه دوی ته معاف کړی شي.

خو حکومت دا دعوه کوي چې د منګا په خاصو سيمو کې به لاک ډاون روان وي او دغلته مېشتو خلکو ته به د صحت ترڅنګ نور د ضرورت شيانو د رسولو عمل به هم روان وي.

د حکومت له خوا د منګا سيمې لپاره ټاکل شوی وياند حضرت علي دغه دعوې ردوي چې ګنې په سيمه کې د صحت اسانتياوې نشته، دا وخت په سيمه کې دوه اېمبولېنسې ولاړې دي.

د منګا سيمې اولس دا غوښتنه هم کوي چې دوی ته د بجلۍ او ګېس بلونه معاف کړي او دا تور هم لګوي چې د مرستې سامان په سياسي بنيادونو تقسيمېږي خو ځايي کميټۍ دا تورونه رد کړي دي.