شاته

بلوچستان ایالت: د ۱۱ ډاکټرانو په ګډون د کرونا ناروغانو شمېر ۱۸۵ ته رسیدلی

د صحت د محکمې د کرونا وایرس د ځانڰړ‎ۍ ادارې د رپوټ مطابق په بلوچستان ایالت کې د کرونا د مریضانو شمېر “یو سل پنځه اتیا “ته ورسیدی ۔

د منفي نتیجو شمېرہ 2206 دی ۔

د شکمنو مریضانو شمېر 2514 دی

د جوړ‎ شوو ناروغانو شمېر اولس دی ۔

په ناروغانو کې د ایالت یولس ډاکټران ھم شامل دي ۔

د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاہواني په خبرہ 38 ځایي اوسیدونکي د کرونا ناروغۍ وھلي۔

شاہواني وایي د ټولو ناروغانو وضیعت له خطرہ وتلی دی۔

له بلخوا نن د خالي په ورځ د ینڰ ډاکټرانو د اتحادیې له لوري احتجاجا د سول او بي ایم سي روغتون د مشر او د مرستیال مشر دفترونه تړ‎ل شوي وو۔

د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر یاسر اڅکزي په خبرہ حکومت د ډاکټرانو ته د ځان خوندي ساتلو طبي اسباب ندي ورکړ‎ي نورو خلکو ته به څه ورکړ‎ي؟ “ھغه زیاته کړ‎ہ چې د اسبابو د نیشت والي له کبله ‎ ډاکټران ناروغه شوي دي۔

“ حکومت یوازي د شېخ زاید روغتون د ډاکټرانو ته سپنچ ماسک ورکړ‎ي دي خو این ۹۵ ماسکونه یې ندي ورکړ‎ي ، کوم ماسکونه چې ډاکټرانو ته ورکول شوي ھغه ھم ناکارہ دي”۔

د حکومتي ویاند لیاقت شاہواني د ډاکټرانو په ځواب کې وایي د اوونیم لکه ماسکونه او اته زرہ پي پي اي ، یې ارډر کړ‎ي خو د هوایي او نورو لارو د بندیدو له کبله پر وخت ندي رارسیدلي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.