ملي امنيت د "داعش خراسان" ډلې مشر نيولی دی
د افغانستان ملي امنيت وايي د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی، نيولی دی.
ملي امنيت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، عبدالله اورکزی له ۱۹ تنو ملګرو سره يو ځای د ځانګړو ځواکونو له خوا نيول شوی، خو د نيول کېدو د ځای په اړه يې څه نه دي ويلي.
د خبرپاڼې له مخې اسلم فاروقي د خيبرپښتونخوا د اورکزيو سيمې اوسېدونکی دی چې د دغه ډلې د خراسان برخې مشري يې پر غاړه لرله.
د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د خراسان څانګې په کابل کې د وروستيو څو خونړيو بریدونو مسووليت منلی و.
د دغې ډلې وروستي بريد کې چې دوی يې پړه پر غاړه اخيستې وه يوه ځانمرګي بريدګر د سيکانو عبادت ځای کې چاودنه کړې وه او لږ ترلږه ۲۶ تنه یې په کې وژلي او ۸ نور ټپيان کړي وو.
د ملي امنيت د اعلامیې له مخې دغه نيول شوي کس د نورو ترهګرو ډلو تر څنګ په پاکستان کې د لشکر طيبه او د حقاني شبکې سره اړيکې لرلې او په خپل لومړني اعتراف کې يې د "داعش ډلې د خراسان څانګې سره د سيمه ايزو استخباراتو پراخه اړيکې "هم په ډاګه کړې دي.
همدا ډول د ملي امنيت په وينا، دوه نور مهم کسان هم له اسلم فاروقي سره نيول شوي دي چې يو يې په "افغانستان کې د داعش ډلې نظامي مسئول قاري زاهد چې په معاذ مشهور دی او بل سيف الله چې په ابوطلحه مشهور دی او د دغې ډلې د جلب او جذب مسئول دی" نيوليدي.
اوس مهال داعش ډله تر ډېره د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې فعاليت لري، خو وخت ناوخت په کابل او یو شمېر نورو سيمو کې هم بریدونه کوي.
داعش ډله افغانستان، ایران، پاکستان او د مرکزي آسیا یو شمېر سیمې "خراسان ولایت" بولي او له همدې امله په افغانستان کې د دغې ډلې غړي "د خراسان داعش" بلل کېږي.
د داعش خراسان ډلې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د فعالیت پیل اعلان کړی و.