BBC
 شاته

کورونا وېروس: نړۍ کې د مړينې شمېر له ۶۰ زرو واوښت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نړيواله کچه له کورونا وېروس ۲۳۷ زره کسان روغ شوي دي

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۱،۱ ميليون اوښتی دی او ټولټال له ۶۲ زره ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

د کورونا وېروس له امله تر ټولو ډېر ځپلي شوي هېواد ايټاليا کې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۶۸۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره په دې هېواد کې د کورونا وېروس له امله د مړينې شمېر له ۱۵ زرو اوښتی دی او ۱۲۴ زره نور خلک پرې اخته دي.

په دې هېواد کې بيا ۲۰ زره تنه له کورونا وېروس روغ شوي او د پخوا پرتله په نويو مثبتو پېښو کې هم کموالی راغلی دی.

د اروپا په يوه بل هېواد بريتانيا کې بيا په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د يوه پنځه کلن ماشوم په ګډون ۷۰۸ ته مړه شوي دي. په دې هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره ښودل شوی او له څلور زرو زيات کسان مړه شوي دي.

د وروستیو شمېرو له مخې په امريکا کې کې بيا نن د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي. دلته ټول ۲۹۰ زره کسان کورونا وېروس لري او ۱۸۰۰ تنه ترې مړه شوي دي.

د امریکا په نيويارک کې يوازې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۶۳۰ کسان مړه شوي چې دا تراوسه په دې ښار کې د مړينې تر ټولو لوړه شمېره ده.

په اسپانيا کې بيا تر دوو اونيو نور هم ګرځبنديز غزېدلی دی. په دې هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۴ ته رسېدلی دی او نژدې ۱۲ زره تنه ترې مړه شوي دي.

په افغانستان کې د عامي روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس ۳۵ تازه پېښې ور سره ثبتې شوې دي.

د افغانستان په لوېديځ ولايت هرات کې بيا ۱۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د دغه ولايت د روغتيا د رئيس عبدالحيکم تمنا په وينا په دغو کسانو کې اووه نارينه او درې ښځې شاملې دي چې د ده په وينا له دغو کسانو دوه پخوا ايران ته تللي وو.

د عامې روغتيا وزارت وايي، د کابل، ننګرهار او هرات په لابراتوارونو کې د کورونا وېروس په اړه ټول ۲۲۸۸ سمپلونه معاینه شوي چې له ډلې يې ۳۰۹ مثبت دي.