شاته

چین کې د کرونا وایرس نه مړو شوو خلکو ورځ لمانځل شوې

د خالي یا شنبې په ورځ په چین کې د کرونا وایرس د لاسه مړو شوو خلکو ورځ لمانځل شوې. د دغې ورځ په مناسبت په ګرد چین کې د دغه هیواد ملي بیرغ نیم کښو وو.‌ د کرونا وایرس د لاسه په چین کې ۳۳۰۰ کسان مړه شوي او د ۸۰و زرو نه زیات ناروغه شوي‌ وو. کرونا وبا اوس د چین نه د نړۍ ۱۸۱ هیوادونو کې خوره شوې.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د کرونا وایرس مرکز د تازه شمیرو ترمخه په ټوله نړۍ کې د دې وبا د لاسه د یوولس لکو او شل زرو نه زیات کسان په کرونا مرض اخته شوي او ۵۸ زره نهه سوه ۸۲ کسان ترینه مړه شوي‌ دي. دغه شمیرې ښايي‌ چې په ټوله نړۍ کې دوه لکه او ۲۲ زرو نه زیات د کرونا مریضان بیرته روغ شوي‌ هم دي.

دا وخت امریکا کې د کرونا وایرس متاثره کسانو شمیره تر ټولو زیاته ده.‌ په امریکا کې دوه لکه ۷۸ زره او پنځه سوه کسان پدغه رنځ اخته شوي‌ او د ووه زرو نه زیات خلک مړه شوي.‌

په اټلي‌ کې هم د کرونا وایرس نه متاثره شوي کسانو شمیر یو لک شل زره ته رسیدلې او څوارلس زره او ۶۸۱ کسان د دغه وایرس دلاسه مړه شوي‌ دي. په سپین کې یو لاک نولس زره نه زیات ناروغه شوي او یولس زره او دوه سوه کسان ترینه مړه دي‌.

په اروپايي‌ هیوادونو کې په دریم نمبر جرمني دی چرته چې د کرونا مریضانو شمیر ۹۱ ‌ زره نه زیاته شوي او ۱۲۷۵ کسان مړه شوي دي. په فرانس کې ۶۵۰۷ کسان د کرونا وایرس دلاسه مړه شوي او ۸۳ زرو نه زیات ناروغه شوي دي.

په برتانیه کې د مړو شمیر ۳۶۰۵ ته رسیدلې او ۳۸ زره نه زیات خلک کرونا وایرس وهلي دي.

د جان هاپکنز یونیورسټۍ د شمیرو ترمخه ایران کې د کرونا وایرس دلاسه ۵۳ زره نه زیات کسان ناروغه شوي او تقریبا ۳۲۹۴ کسان ترینه مړه شوي دي.
دا مهال د نړۍ په ۲۰۴ؤ هیوادونو اؤ خپلواکه سیمو کې د کرونا وائروس وبا خوره شوې ده اؤ په اربونو خلک دخپلو کورونو دننه بند پاتې شوي دي خو ولې د نړۍ ۱۸هیوادونه داسې هم دي چې تر اوسه ددې وائروسو څخه خوندي پاتې دي.

د وائس اف امریکا د رپورټ ترمخه په دغو ۱۸هیوادونو کې څلور ایشیایي هییوادونه یمن،شمالي کوریا،تاجکستان اؤ ترکمنستان هم شامل دي.

دیمن ابادي چې شاوخوا درېوؤ کروړو ته رسیږي دغلته دڅو کالو راهسې د روانې کورنۍ جګړې له امله د وګړو معائنات نه دي شوي چې ایا هغوئ په کرونا ناروغۍ اخته دي کنه؟

د دوه نیم کروړه ابادۍ لرونکي هیواد شمالي کوریا په ګاونډیو هیوادونو جنوبي کوریا ،چین اؤ جاپان کې دکرونا وائروسو ګڼ شمیر پېښې ریکارډ شوي دي خو په شمالي کوریا کې تر اوسه د یوې پېښې پخلی هم نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.