شاته

ایران کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر چین واوښت

ایراني چارواکو نن (شنبه) په کرونا ویروس د نورو کسانو د مړینې راپور ورکړ.

له تازه شمېرو سره سم، د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې اوس د کرونا په ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر چین واوښت.

د ایراني چارواکو په وینا په دغه هېواد کې اوس تر ۳ زره ۴۵۰ زیات کسان په کرونا ویروس مړه شوي دي.

د دغه هېواد د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه پورې نږدې ۵۶ زره تنه په کرونا ویروس اخته دي، خو ګومان کېږي چې تر دې به ډېر خلک دا ویروس ولري.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۴» په خپل هېواد کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو د شمېر په اړه وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۸ تنه هېوادوال او عزیزان مو چې په «کوویډ-۱۹» اخته ول، د ایران په بېلابېلو روغتونونو کې مړه شوي دي."

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور

په افغانستان کې هم د کرونا په ویروس اکثره اخته کسان له ایران څخه راغلي افغانان دي.

د شنبې تر ورځې په افغانستان کې د ۲۹۹ تنو کرونا ویروس تأیید شوی وو.

اوس په نړۍ کې تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې په دې ویروس اخته دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم د امریکا په متحده ایالاتو کې شاوخوا دوه لکه ۸۰ زره تنه په دې ویروس اخته دي او شاوخوا اووه نیم زره ورڅخه مړه شوي دي.

په امریکا کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د یوه اخته کس د لېږدولو پر مهال.
په امریکا کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د یوه اخته کس د لېږدولو پر مهال.

ورپسې په ترتیب په اسپانیا، ایټالیا، جرمني او فرانسه کې ډېر کسان په کرونا اخته شوي دي.

په دې ویروس په نړۍ کې څه باندې ۶۰ زره مړه شوي چې د ټولو مړو شویو تر نیمايي لږ کم په ایټالیا او اسپانیا کې مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې له خلکو غوښتي چې له یو بل سره نږدې ناسته پاسته ونه‌کړي، ماسک، دستکش، صابون او عفوني ضد مواد وکاروي او له هغو ځایونو ځان لیرې وساتي چې هلته ګڼه ګوڼه وي.