BBC
 شاته

ټرمپ: ماسکونه واغوندئ خو خپله یې نه اغوندم

. د انځور حقوق Reuters

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې امریکایانو د ماسک کارولو سپارښتنه وکړه چې کله د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ځئ او یا نورو سره نږدې کېږئ نو ماسک واغوندئ، خو پخپله د یوه ولسمشر په توګه نیت نه لري چې دا کار وکړي.

نوموړي وویل، د ماسک د اغوستلو سپارښتنه به داوطلبانه وي.

د ماسک کارولو په اړه د امریکا د ولسمشر سپارښتنه داسې مهال راځي چې په دې هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر ټولو هېوادونو لوړ شو او هلته په ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۱۱ سوه کسانو د دې ویروس له امله ژوند بایللی. دا په امریکا او نړۍ کې د کورونا له امله په ۲۴ ساعتونو کې د مړینې تر ټولو لوړ شمېر دی.

ورته مهال امریکا کې تراوسه د کورونا له امله څه باندې ۷ کسان وژل شوی او له ۲۷۰ زرو ډېر پرې اخته شوي دي.

د امریکاد حساسیت او د سږو د ناروغۍ کنټرول مرکز مشر انتوني فاوچي، په ټولو ایالتونو کې له خلکو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

نوموړي تېره ورځ (وري ۱۵) وویل "دا نه شي درکولی" چې چارواکو تراوسه ولې دا کار نه دی کړی په داسې حال کې چې وېروس په چټکۍ خپریږي او هره ورځ د قربانیانو شمېر زیاتیږي.

د مایکروسافټ مشر او میلیاردر بېل ګیټس هم د سې شنبې په ورځ (د وري ۱۲) په خپل یادښت کې چې په واشنګټن پوسټ کې خپور شوی و، غوښتي و چې په ټوله امریکا کې دې خلک قرنطین شي.

له دې سره-سره ښاغلي ټرمپ څو وارې ویلي و، د ټولې امریکا له قرنطین کولو سره موافق نه دی، خو په ټکو یې هغه ځایونو کې دې ژوند باید عادي روان وي له کومې چې د کورونا د وېروس په اړه راپور نه وي ورکړل شوی.

هغه نن خبریالانو ته وویل، دی غوره ګڼي چې په دې اړه فدرالي فرمان ور نه کړي، د قرنطین او محدویتونو پرېکړې به د ایالاتونو والیانو ته وسپاري.

د انځور حقوق EPA
Image caption د نیویارک مرکزي پارک چې د لنډمهال لپاره په روغتون بدل شوی

په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر یو اقتصادي سلاکار لېري کادلو ومنله چې پر دې هېواد د کورونا وېروس اقتصادي اغېز خورا ډېر دی خو پر ټکو یې دا به لنډ مهال وي.

هغه زیاته کړه، په دې کې شک نشته چې راتلونکو اونیو کې به یې د امریکا پر اقتصاد اغېز ډېر شي.

ښاغلي کادلو وویل، دولت نه شي کولی چاته د کار کولو اجازه ورکړي، تر هغې چې دا ډاډ تر لاسه شي چې د روغتیا د بحران خطر له منځه تللی او دده په خبرو کله چې دا بحران حل شي د امریکا اقتصاد به هم ښه شي.

منتقدینو ښاغلی کادلو په دې تورن کړی چې په تېر کې یې وړاندوینې کمزورې وې، په ځانګړي توګه په ۲۰۰۸ کال کې د نړیوال اقتصادي بحران په اړه.

د انځور حقوق EPA

نیویارک ایالت چې امریکا کې د کورونا مرکز بلل کېږي، نن په یوه ورځ کې یې د تلفاتو تر ټولو لویه کچه تجربه کړه او ددې ایالت د والي اندرو کومو په وینا د مړو شمېر ۵۰۰ ته لوړ شو او شاوخوا ۳ زره تنه پرې اخته شو.

نوموړي پرون د جمعې په مازدیګر یو نوی امر صادر کړ او ویې غوښتل چې د دې ایالت له لږو اغېزمنو سیمو دې مصنوعي تنفسي وسایل روغتونونو ته ولېږدول شي چې خورا ډېر اړین دي.

ښاغلي کومو وویل نیویارک په بحران کې دی او د امریکا پر هغو برخو یې د مرستو لپاره بیا غږ وکړ چې ددې وېروس له امله لږې اغېزمنيږي.