BBC
 شاته

افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۲۵ پېښې ثبتې شوې

د انځور حقوق Getty Images

د عامي روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس ۲۵ تازه پېښې ور سره ثتبې شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، د کابل، ننګرهار او هرات په لابراتوارونو کې د کورونا وېروس په اړه ټول ۲۲۸۸ سمپلونه معاینه شوي چې له ډلې یې ۱۹۶۰ منفي او ۲۹۹ یې مثبت دي.

ددې وزارت سلاکار او ویاند وحیدالله مایار نن شنبه یوې خبري غونډه کې وویل، پر کورونا د اخته کسانو له ډلې ۱۲ بېرته رغېدلي او ۷ کسان یې له امله مړه شوي دي:

"د ۲۴ساعته په تېریدو سره د عامې روغتیا وزارت ۲۵ مثبتې پېښې کړي دي چې له ډلې یې په کابل کې ۱۱، په هرات کې ۵، سمنګان کې ۲ او همدارنګه په بلخ، غزني، فاریاب، لوګر، نیمروز، کندز او غور ولایتونو کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې."

د هغه په خبره، دا ټول سمپلونه د ۲۱ ولایتونو څخه دي.

دولتي تدابیر ورځ تر بلې پراخېږي

بلخوا په خوست او پکتیا کې د کورونا د وېروس له امله هم په ښارونو کې ځینې محدودیتونه لګول شوي دي.

د خوست ولایت چارواکو دغه ولایت ته ټولې غځېدلې لويې او کوچنۍ لارې تړلې دي.

د انځور حقوق Getty Images

په دې ولایت کې د بي بي سي خبریال نصرت الله تسل وايي، ښار تړلی دی، له کلیو راتلونکي کسان هم له جدي عذر پرته نه پرېښودل کیږي.

دا چې په پکتیا کې هم د کورونا د وېروس دوه پېښې ثبت شوي، د دې ولایت چارواکو او د کورونا پر وړاندې د مبارزې اضطراري کمېټې د بېړنۍ ناستې په ترڅ کې هم ځینې پرېکړې کړې دي.

دوی وايي، له بېړني ناروغانو پرته له ګردېزه ولسوالیو او نورو ولایتونو ته تګ راتګ منع دی او همدرانګه یې ودونه، فاتحې او د ډله ییزې راټولېدنې ټول محفلونه او مراسم تر دویم امره پورې ځنډولي دي.

د پکتیا چارواکي د عامې روغتیا ریاست او د دغې ادارې د قراردادي موسسو د پرسونل رخصتۍ هم بندې کړې دي.

خو بله خوا په پکتیکا کې د څه تدابیرو خبر نه دی ورکړل شوی.

په سیمه د بي بي سي خبریال وايي، په مرکز ښرنه کې بازارونه پرانیستې او هلته عادي ژوند روان دی.

له کورونا سره د مبارزې لپاره مرستې

په ورته وخت کې افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو زیاتېدو سره څو هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د انځور حقوق MINISTRY OF PUBLIC HEALTH
Image caption چین او عربي اماراتو افغانستان سره د طبي وسایلو مرستې کړې دي

د وري په ۱۴مه افغانستان ته د چین د ژمنه شویو مرستو لومړۍ جوپه ورسېده. د روغتیا وزارت وايي، ټاکلې ده چین د کورونا د تشخیص ۵۵ زره کېټونه هم افغانستان ته واستوي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې په ورځ کابل هوايي ډګر کې د دې مرستو د ترلاسولو مراسمو کې وویل، چې امریکا هم د ۱۵ میلیون ډالرو او نړیوال بانک د سل میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د هغه په خبره، کورونا نړیوال کړکېچ دی او نړیواله همکاري او یووالی غواړي.

له دې مخکې متحده عربي اماراتو هم د کورونا وېروس د تشخیص ۲۵ زره کڅوړې (کېټونه) افغانستان ته لېږلي دي.