شاته

م.م د سوريي حلب کې د بشري مرستو د کاروانونو استول ځنډولي

د سوریي شمالي ښار حلب کې د بشري مرستو پر یو کاروان له خونړي هوايي برید وروسته، ملګرو ملتونو دغلته د بشري مرستو د کاروانونو استول ځنډولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې ویاند ینس لیرکر نن وویل، د بشري مرستو کاروانونه به دغلته د امنیتي وضعیت تر بیا ارزونې پورې ځنډیدلي وي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د کوم هېواد الوتکو د بشري مرستو پر دې کاروانونو برید کړی.

د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف وايي، د دې هوايي بمبارۍ په اړه راپورونه څېړي او تر اوسه په دې اړه چې څوک یې مسؤل دي څه ویل له وخته مخکې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي ویلي، واشنګټن په دې برید غوسه دی او دا مسئله به په مستقیمه توګه له روسیې سره چې د بشارالاسد متحد دی یاده کړي.