BBC
 شاته

مشعل: تورخم او سپین بولدک لارې د درېیو ورځو لپاره پرانیستل کېږي

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وايي د تورخم او سپین بولدک لارې به د (اپریل۶مې- تر۹مې ) پرانیستې وي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وايي د تورخم او سپین بولدک لارې به د (اپریل۶مې- تر۹مې ) پرانیستې وي.

د تورخم او سپین بولدک لارې به د درې ورځو لپاره له یوه لوري پرانیستې وي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل په خپل ټویټر لیکلي، دا لارې به د راتلونکې دوشنبې (اپریل۶مې- تر۹مې ) پرانیستې وي.

ده زیاته کړې هره ورځ به د هرې لارې تورخم او سپین بولدک څخه زر زرو تنو ته د اوښتو زمینه برابره شي.

ښاغلي مشعل لیکلي چې یادې لارې به یوازې د هغو افغانانو پر مخ پرانیستې وي چې په ویزه پاکستان ته ورغلي وي او د لارو د بندېدو له امله بند پاتې وو.

د مارچ په ۱۹مې هم ښاغلي مشعل په خپل یوه ټویټ کې د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلی کړی و چې د چمن دروازه د خوراکي توکو او ترانسپورت پر مخ بېرته پرانیزي.

ښاغلي مشعل پر ټوېټر لیکلي و، دا ګام د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره یې تر اوږدو خبرو وروسته اخېستی.

نوموړی ویلي، د کورونا وېروس د وېرې خپرېدو پرمهال دغه ګام د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو ښه کېدو پایله کېدای شي.

د انځور حقوق Getty Images

د مارچ پر دویمه پاکستان د کورونا وېروس په تړاو اندېښنو له کبله په چمن کې له افغانستان سره د یوې اوونۍ لپاره خپله دروازه وتړله.

که څه هم د چمن پر دروازه د تېرې یوې میاشتې راهیسې مساپر څارل کېږي او د کورونا وېروس له معاینې وروسته پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي، خو بیا هم پاکستاني چارواکي په دې وېره کې دي چی هسې نه کوم مساپر له افغانستانه دا وېروس پاکستان ته انتقال کړي.

پر چمن دروازه هره ورځ تر شلو زرو زیات کسان تګ راتګ کوي.

د افغانستان په ختیځ کې پر ډيورېنډ کرښه د تورخم لاره د تېرې اوونۍ له دوشنبې (۲۶ کب/ مارچ ۱۶) راپدې خوا تړل شوې وه.

د مارچ په ۲۰مې د پاکستان لومړي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې بار وړونکو موټرو ته یې د چمن - سپین بولدک له لارې د تګ اجازه ورکړې.