شاته

اېنتونیو ګوټېرېس په افغانستان او نورو جنګ ځپلو سیمو کې کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د سولې غوښتنه کړې

د ملګرو ملتون مشر اېنتونیو ګوټیرېس په افغانستان او د دنیاپه نورو جنګ ځپلو هېوادونو کې په جنګونو کې ښکیلو فریقینو غږ کړی چې د کرونا وایرس وبا مخه نیولو دپاره دې سوله وکړي.

د افغانستان ترڅنګ اېنتونیوګوټېرېس په یمن، شام، ليبیا، میانمار، سوډان او په یو شمېر نورو افریقايي ملکونو کې د جګړو او خانه جنګۍ ‌‌ذکر وکړو او په کړکېچونو کې ککړو ډلو یې د امن غوښتنه وکړه.

د نړیوال امن دپاره د اېنتونیو ګوټېرېس غږ د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه شایع شو چې عنوان یې و

"د ټوپکونو خاموشه کوولو دپاره مونږ باید د امن اوازونه پورته کړوو."

په افغانستان کې د امن په اړه اېنتونیو ګوټېرېس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قیدیانو د ازادولو په غرض شوي رابطې هرکلی وکړو.

ښاغلي ګوټېرېس وویل په داسې حال کې چې د کرونا وایرس خطر د افغانستان په سر ولاړ دی "وخت راغلی چې حکومت او طالبان جنګ بند کړي..زه د مکمل ملاتړ لوظ

کوم."

د امریکې جانز هاپکنز یونیورسټۍ د معلوماتو ترمخه په افغانستان کې تر اوسه د کرونه شپږ مړي او ۲۸۱ کېسونه رپورټ شوي دي.

د ملګرو ملتونو مشر وویل په ۱۱ ملکونو کې په جګړو کې ښکیلو فریقېنو هغه د امن غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی.

اېنتونیو ګوټېرېس وویل دا وخت نړۍ یوازې د یو جنګ سره مخامخ ده او دا "د کویډ ناینټین (کرونا وایرس) خلاف زمونږ شریک جنګ دی."

د جانز هاپکنز شمېرې ښايي په نړیواله کچه د کرونا وایرس له امله د خلکو د مړېنې شمېر ۵۸۷۸۷ ته او د ناروغانو شمېر ۱۰۹۵۹۱۷ ته رسېدلی دی.