شاته

ولسمشر غني حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وټاکه

ولسمشر محمد اشرف غني د دوو جلا حکمونو په اساس محمد حنیف اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند په توګه ټاکه.

نن شنبه د اپرېل ۵(وري۱۶) په دې اړه د ارګ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي:"د هیواد جمهور رئیس د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې حکم پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه."

محمد حنیف اتمر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د کلیو پراختیا، د پوهنې او کورنیو چارو وزیر په توګه دنده تر سره کړې او د ولسمشر غني په حکومت هم د شااوخوا څلورو کلونو لپاره د ملي امنیت شورا سلاکار هم پاتی شوی دی.

ښاغلي اتمر په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان هم کاندید کړ، خو د هغه د ټاکنیز ټېم تر پاشل کېدو وروسته ټاکنو ته ونه درېدی.