BBC
 شاته

افغانستان د کورونا وېروس د ازموينو مرکزونه ډېروي

کورونا وېروس د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ټوله نړۍ کې له يو ميليون ډېر خلک پر کورونا وېروس اخته دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي پر کورونا وېروس د مشکوکو کسانو د ازموینې لپاره د بېلګو اخیستو مرکزونو شمېر ډېروي.

د عامې روغتیا وزارت وياند وحيدالله مایار وايي، سر له راتلونکې اوونۍ به د کابل په بېلابېلو سیمو کې د دغې ناروغۍ لپاره د ازموینې د بېلګو د راټولولو مرکزونه هم ډېروي او کورونا د رنځورانو لپاره د بسترونو شمېر هم لږ تر لږه پنځو زرو ورسوي.

ښاغلي مایار زیاته کړه چې اوس دغه ویروس په پلازمېنه کابل کې هم په ټولنه کې خپور شوی او له خلکو يې وغوښتل چې لا ډېر پام وکړي.

د افغانستان دولت له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره له ځانګړې بودجې سره جلا کمېټه جوړه کړې. نن نړیوال بانک هم له افغانستان سره د سل میلیون ډالري مرستې ژمنه وکړه.

دغه پیسې به په ۳۴ ولایتونو کې د کوروناویروس له خپرېدو سره مبارزې ته او د روغتيايي خدماتو پر ښه کولو ولګول شي. په افغانستان کې د نړیوال بانک استازي هېنري کرالي ويلي تمه لري چې له دغې مرسته سره به د افغانستان د روغتيايي سیستم پیاوړی او د کوروناویروس د لا خپرېدو مخه ډب شي.

د افغانستان دولت د نړیوال بانک د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي يې دي هیله لري چې ژر دا بسپنه تر دوی ورسېږي.

بلخوا ملګرو ملتونو ويلي په هرات ولایت کې يې یو ځايي کارکوونکی پر کورونا ناروغۍ اخته شوی. د دغه سازمان په یوه اعلامیه کې راغلي چې دغه کارکوونکی یې اوس له نورو ګوښی شوی او حالت يې ښه دی. له دې وړاندې د افغانستان دولت ويلي وو چې دوه بهرني ديپلوماتان او د یوه سفارت ځايي کارکوونکی هم په دغه رنځ اخته دی.

د وروستیو شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۷۵ کسان په کوروناویروس اخته شوي او لږ تر لږه شپږ کسان ترې مړه شوي.

وروستۍ پېښه په ننګرهار ولايت کې ثبت شوې ده. د دغه ولایت د عامې روغتيا رئيس نصير احمد درانی وايي، دغه کس له امريکا راستون شوی و او اوس په خپل کور کې قرنطين دی.