BBC
 شاته

کورونا وېروس: د نړۍ وروستی حال

کورونا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کورونا وېروس له امله په ټوله نړۍ کې ۲۲۱ زره کسان روغ شوي دي

په ټوله نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر يو ميليون او ۵۰ زرو ته رسېدلی دی. د جانس هاپکېنس پوهنتون د معلوماتو له مخې ۵۵ زره کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲۱ زره بيا ترې روغ شوي دي.

په امريکا کې پر کورونا وېروس تر ټولو ډېر خلک اخته دي. دلته پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۷ زره دی او ټولټال ۳۶۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.

په اسپانپا کې نن بيا مرګونې ورځ وه. دلته يو پر بل پسې دوه ورځې له ۹۰۰ زيات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د کورونا وېروس د خپرېدو له پيله راهيسې دلته ټول ۱۱ زره کسان مړه شوي او له ۱۱۷ زره زيات پرې اخته دي.

د اروپا يو بل هېواد ايټاليا چې د کورونا وېروس له امله ډېر ځپل شوی دی نن ۷۶۶ کسان په کې مړه شوي، چې له دې سره په دې هېواد کې د مړينې شمېرې نژدې ۱۴ زرو ته رسېدلې دي.

بريتانيا کې د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه دوه نوي لنډمهالي روغتونونه جوړېږي. د بريتانيا د روغتيا وزير مټ هېنکاک ويلي ټاکل شوې ده چې د زرو بسترونو روغتون په برېسټل او د ۵۰۰ بسترونو بل روغتون په هېروګېټ کې جوړ شي. نوموړي‌ همدا ډول له هغو خلکو مننه وکړه چې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي‌ په موخه په خپلو کورونو کې پاتې دي.

په بريتانيا کې ټول ۳۸ زره کسان پر کورونا وېروس اخته دي او نژدې ۳۶۰۰ ترې مړه شوي دي.

په افغانستان کې بيا د وروستیو شمېرو له مخې ۲۷۵ کسان په کوروناویروس اخته دي او لږ تر لږه شپږ کسان ترې مړه شوي.

وروستۍ پېښه په ننګرهار ولايت کې ثبت شوې ده. د دغه ولایت د عامې روغتيا رئيس نصير احمد درانی وايي، دغه کس له امريکا راستون شوی و او اوس په خپل کور کې قرنطين دی.

د افغانستان څنګلوري پاکستان کې بيا د کورونا وېروس ۲۶۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ۱۰۶۹‌ يې په پنجاب کې دي. په خيبر پښتونخوا کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۳ ته رسېدلی او ۱۱ تنه ترې ترې مړه شوي دي. له دې سره په ټول پاکستان د کورونا وېروس له امله د مړينې شمېر ۳۸ ته ختلی دی.