شاته

څه باندې یو میلیون کسان په کرونا اخته دي، امریکا کې تر ټولو ډېر دي

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس د جمعې ورځې تر سهار پورې اپریل درېیمه (وري۱۵) په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱.۳ میلیون انسانان د کرونا په ویروس اخته شوي‌دي.

همدغه راز تر دې دمه د کروناویروس په ټولې نړۍ کې ۵۴۱۳۶ کسان مړه کړي دي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۲۴۵۵۷۳ په کرونا اخته شوي دي او امریکا په دغې شمېرې سره په نړۍ کې په کرونا تر ټولو ډېر اخته کسان لري.

کرونا تر دې دمه په امریکا کې ۵۹۲۶ کسان مړه کړي دي.

په اروپا کې بیا تر ټولو ډېر کسان په هسپانیا کې په کرونا اخته دي. دغلته تر دې دمه ۱۱۷۷۱۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي‌ او ۱۰۹۳۵ کسان مړه شوي.

ایټالیا بیا د تلفاتو له پلوه په نړۍ کې لومړی هېواد دی. کرونا په دغه هېواد کې ۱۳۹۱۵ کسان مړه کړي او ۱۱۵۲۴۲ نور پرې اخته دي.

چین چې د دغه ویروس کوربه هېواد بلل کیږي، تر دې دمه ۳۳۲۳ کسان‌ په کې مړه شوي ‌او ۸۲۵۰۹ کسان پرې اخته دي.

په جرمني کې بیا کرونا ویروس تر دې دمه ۱۱۱۱ کسان مړه کړي او ۸۵۰۶۳ نور پرې اخته شوي دي.

په فرانسه کې بیا ۵۳۸۷ کسان مړه شوي‌او ۵۹۹۲۹ نور پرې اخته دي.

په ایران کې بیا یوازې نن جمعه ۱۳۴ کسان مړه شوي دي. په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا له کبله د مړو شمېر ۳۲۹۴ ته ورسېده.

په ایران کې ټولټال ۵۳۱۸۳ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

په افغانستان کې بیا شاوخوا ۲۷۴ کسان په دغه ویروس اخته شوي‌او شپږ تنه مړه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.