BBC
 شاته

اسیا پرمختیايي بانک د افغانستان سږنۍ اقتصادي وده درې سلنه اټکلوي

افغانۍ د انځور حقوق Getty Images

د اسيا پرمختيايي بانک په خپل تازه رپوټ کې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده درې سلنه اټکل کړه. دغه بانک د افغانستان پر اقتصادي حالت د سیاسي بې ثباتۍ او د کوروناویروس د خپرېدو د سخت اغېز اټکل هم کړی.

دغې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي افغان حکومت باید پر بهرنیو مرستو تکيا کمه کړي او د ځان بساینې په لور د ګام اوچتولو په خاطر خپل کورني عواید هم ډېر کړي.

د اسیا پرمختيايي بانک رپوټ په داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان سیاسي حالت له بې باورۍ سره مخ دی او د عوایدو کچه يې هم د کوروناویروس د خپرېدو له امله د ګڼو پولو او هوايي ډګرونو د تړل کېدو په خاطر په ځوړ ده.

د اسيا د پرمختيايي بانک تازه راپور وايي دا حالت به د افغانستان پر اقتصادي حالت اغېز وکړي او اقتصادي وده به يې د تېر کال په څېر درې (۳) سلنه پاتې شي.

* کومې پروژې د افغانستان اقتصاد پر پښو دروي؟

* تولیدي اقتصاد به افغانستان کې د بې وزلۍ کچه کمه کړي؟

* د کورونا وېروس خپرېدل به د افغانستان پر اقتصاد څه اغېز ولري؟

د دغې ادارې رپوټ وايي د افغانیو د ارزښت له ټيټېدو او د خوراکتوکو د بیو له لوړېدو سره اقتصادي تورم په ۲۰۱۸ کال کې له ۰.۶ څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۲.۳ سلنې ته لوړ شوی او د صنعت ۷.۶ سلنه بې مخينې وده هم له ولسمشرۍ ټاکنو د راوروسته بې ثباتۍ له امله له ځوړ سره مخ ده.

اسيايي پرمختيايي بانک وايي تاوتريخوالی د خصوصي پانګې د کمېدو لامل شو او پر پرمختيايي پروژو پانګونه هم کمه شوه چې دې چارې عمومي تقاضا هم کمه کړې.

دغه اداره وايي د ټاکنو پر مهال د مالیو په راټولېدو کې له کموالي سره سره کورني عواید له ۱۳.۳ سلنې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۳.۸ سلنې ته لوړ شوي.

د اسيا پراختيايي بانک وايي سره له دې چې افغانستان د عوایدو د راټولولو په سیستم کې پام وړ پرمختګ کړی خو لا هم د کورنیو عوایدو د راټولولو چټکېدل مهمه اړتیا ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کورونا وېروس له امله پاکستان تورخم او چمن دروازې تړلې دي.

دغه اداره په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي وده څلور سلنه اټکلوي خو وايي دا له سیاسي او امنيتي ثبات سره تړلې چې د مصرفوونکو باور ډېرولی شي او د کاروبارونو د غوړېدو او د خصوصي پانګو د جذبېدو لامل کېږي.

د اسیا پرمختيايي بانک ويلي د سږ کال په پای کې به شمېرې بیا وګوري او د کوروناویروس د خپرېدو په ګډون به د حالاتو اغېز په بل راپور کې خپور کړي.

په افغانستان کې د اسيايي پرمختيايي بانک مشر نارندرا سينګرو ويلي د کورني عاید لوړېدل له افغانستان سره مرسته کولی شي چې د عامه لګښتونو په تمویل کې پر ځان بسیا شي او پر بهرنیو مرستو يې تکیه کمه شي.

ښاغلي سنګرو ویلي هیله لري چې یو بریالی سیاسي جوړجاړی او د سولې تأمینېدل به افغانستان ته د فرصتونو نوې کړکۍ پرانیځي او د ټولنیز اقتصاد پراختيا ته به لاره جوړه کړي.