کرونا وايرس: اسلامي نظرياتي کونسل په خلکو غږ کړی نمونځ دې په کور وکړي
په پاکستان کې اسلامي نظرياتي کونسل په خلکو غږ کړی چې نن دې د جمعې په ورځ نمونځ په کورونو کې وکړي، جوماتونو ته د تلو څخه دې ډډه وکړي.
په صوبو کې له وړاندې نه جوماتونو ته د درېو نه ترپينځه ؤ پورې کسانو تلو اجازت دی د زياتو کسانو جومات ته په تلو بندېز لګول شوی دی.
د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله ایاز د خبري غونډې د لارې خلکو ته ویلي چې د کرونا وبا خورېدو ته په کتو دې خلک جوماتونو نه ځي او د جمعې په ورځ دې نمونځونه په کورونو کې وکړي.
هغه دا هم ويلي چې په دې وخت کې دې جوماتونه د ټولنې د خېر د ښېګړې د مرکزونو په توګه وکارول شي.
قبله ایاز زياته کړې چې په دې وخت کې لږکیو ته ډېر خيال نه کيږي نو د هغو دې ډېره پاملرنه وشي.
هغه دا هم وويل چې کومو شتمنو خلکو په دې وخت کې د عمرې يا زيارتونو دپاره پېسې اېښودي دي هغه دې د کرونا وايرس په اغېزمنو وکاروي.
د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ويلي، د کرونا وايرس له امله د مړ شوي احترام دې وشي جنازه دې وشي په لږ شمار کې خپل خپلوان دې په جنازه کې ګډون وکړي، خو فاصلې دې ترمنځ وساتی.