شاته

کرونا وايرس: د نيويارک ګورنر د وېنټيلېټرو د کمي اندېښنه څرګنده کړې

د نيويارک ګورنر اندريو کومو ويره څرګنده کړې چې د دوي سره يواځې د شپږو ورځو لپاره وېنټيلېټرې پاتې دي.

د زيارت په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې نوموړي ويلي چې که دوي ته نورې وېنټيلېټرې ورنه کړل شوې نو د مړينو کچه به نوره هم لوړه شي.

د نيويارک د ګورنر په وينا چې دوي سره ۲۰۰۰ وېنټيلېټرې وې خو اوس هره ورځ ۳۵۰ کسانو ته پکار وي او د دوي اوس د کموښت سره مخ دي.

د نيويارک د ګورنر دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې يواځې په نيويارک کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره د دوه زره درې سوؤ نه سېوا شوې او تر دې دمه دوه ۹۲زره ۳۷۱ کسان د دې وايرس ښکار شوي دي.

بل اړخ ته ګورنر کومو وايي، هغه د صدر ټرمپ سره هم په دې اړه خبرې کړي خو نوموړی ويره څرګندوي چې داسې ښکاري چې مرکزي حکومت به د دوي هېڅ مرسته ونه کړي. ځکه دوي هڅه کوي چې د دې لپاره کومه لاره ولټوي.

د نيويارک نه بهر ډاکټران هم راغلي

د نيويارک ګورنر ويلي چې شاوخوا ۲۱ زره د طب کارکوونکي نيويارک ته د رضاکارو په توګه راغلي او د دې ترڅنګ شاوخوا ۸۵ زره هغه کسانو هم خپل ځان هسپتالونو کې د کار لپاره د رضاکارو په توګه وړاندې کړي چې رېټاير شوي دي.

نيوي جرسي کې د مړو شمېره دوه چنده زياته شوې

د شورو يا چارشنبې د ورځې وروستو په نيوجرسي ايالت کې هم د مړو شمېر دوه چنده سېوا شوی او د ياد ايالت ګورنر فل مرفي د زيارت په ورځ ويلي، په دوه ورځو کې د مړو شمېر ۵۳۷ ته رسېدلی دی. تر دې دمه د ۲۵ زرو نه زياتو کسانو کې د کورونا وايرس پخلی شوی دی.

په نيو جرسي، کنکټکټ او نيويارک کې په مجموعي توګه ۳۰۲۲کسان د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.

په نيويارک کې يو استاذه مړه شوې

په نيويارک کې د کرونا وايرس له امله لومړۍ استاذه هم مړه شوې او د بروکلېن سيمې يوې استاذې د دې وايرس له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

ياد سکول مشرې فاطمه علي په خپل يو پېغام کې د زده کوونکو مور پلار ته ليکلي دا د غم پېغام دی چې ساندرا سېنټوز وزاينو د دې وايرس له امله مړه شوې.

کورونا وايرس د لس لاکو نه زيات خلک بې روزګاره کړي

د نيويارک ايالت، نيو جرسي او کنکټکټ سيمو شاوخوا اته لاکه خلکو د بې روزګاره د وظيفې ترلاسه کولو لپاره درخواستونه جمع کړي دي.