BBC
 شاته

له کورونا سره مقابله کې د پانګوالۍ نظام پاتې را تلل

د انځور حقوق Getty Images

د کورونا وېروس خپرېدو سره ډېری هېوادونو د ښارونو د کرنتین او کار ځنډولو پرېکړه وکړه، چې دا وېروس نورو ته ور نه شي، خو دا پرېکړه هم خپلې ستونزې لري.

ډېرو خلکو د خپلو لومړنیو توکو د پوره کولو لپاره پر بازار بیروبار جوړ کړ، ځکه د میکروب ضد درمل، ماسکونه لاسموغان او نور ورته توکي کم یا ورک شول.

خو خبره په دې ځای تمامه نه شوه، د کورونا له وېرې ډېری خلکو خورا ډېر لومړني خوراکتوکي را نیول.

په بله ژبه خلکو له دې کړکېچ سره مقابله د وچکالۍ یا قحطۍ د وخت په څېر وبلله او د توکو له کمښت سره د مقابلې یا ځان ساتلو لپاره یې د لومړنیو توکو امبارولو ته مخه کړه.

په سترو اروپايي هېوادونو کې ځنځیري پلورنځي له غوړویو، تیارو خوړو او ان روغتيايي دسمالونو تش شول.

په دې دسمالونو د خلکو ترمنځ د نښتو فلمونه ښيي چې ټولنه له بدو او خطرناکو رواني شرایطو سره مخ ده.

د نړۍ اقتصادي سیستم په تېره اروپايي او لوېدیځو هېوادونو کې د توکو وېش نظام د بازار له مخې برابر شوی دی. په بله ژبه د پانګوالۍ سیستم د مصرفي بازار له مخې توکي تولیدوي او ان بازار جوړولو ته هم لاس اچوي. د ډېرې اړتیا او یا درواغجنې اړتیا هڅه کوي چې مصرف ډېر شي.

د دې ټولنو د مصرفي توان او پېرلو وس ته په پام د تولید سبک او ماډل جوړ شوی او د تولید نظام د مصرف له کچې سره سم ځان برابر کړی دی. خلکو هم له دې نظام سره ځان همغږی کړی دی. په بله ژبه دې نظام په دوه اړخیزه اړیکه یا د تولید او مصرف کچه انډول ته رسولې ده.

خو له کورونا سره مقابله کې د دې سیستم کمزوري ښکاره شوه. د پېر لپاره د خلکو هیجاني بیروبار هټۍ خالي کړې.

که څه هم چارواکو له خلکو غوښتل چې له اړتیا ډېر توکي نه واخلي، خو بیا هم د ټولنې له مقاومت سره مخ کېدل. ته وا پخوانیو قانومنو خلکو اخلاقي سپارښتنې نه اورېدلې.

ولې نن باید د پروني چلن اپوټه همغه مصرفوونکې ته ووایې: ته باید د ټولنې اړتیا ته په پام له شخصي ګټې لاس واخلې.

د دې ستونزې د حل لپاره د حکومت له ډېرې لاسوهنې پرته بله لار نه وه. د مالیو زیاتولو او اخلاقي او رسنیزو سپارښتنو لوېدیځ مصرفوونکي ونه هڅول چې ځانونه کنټرول کړي. دا حکومت و چې باید لاسوهنه یې کړې وی او له نوي کړکېچ سره سم یې د توکو د وېش او مصرف نظام مدیریت کړی وی.

کله چې پلورنځي د پېرلو لپاره برخو مراعتولو ته اړ شول د مصرفوونکو له غوسې سره مخ شول، ځکه له دې مخکې د پېرونکي حق و چې څومره واخلي. اصل د کارولو یا مصرف و او د پېرونکي شخصي ګټه ارزښتمنه بلل کېده.

داسې کس چې په دې ډول روزل شوی څنګه ومني چې پیسې لري، پیسې ور کوي، خو بیا هم د ډېر اخیستلو حق نه لري. هغه هم په داسې حالت کې چې له دې مخکې د تولیدي شرکتونو او مصرفوونکو د نظر خوندي کولو لپاره پراخه سیالي وه. نو د هغو شرایطو له مخې هر کس چې پیسې لري د توکو او خدمتونو د ترلاسولو حق نه لري؟

ډېر هغه کارونه هم په ټپه ودرول شول چې پر مصرف ولاړ او د مصرف زیاتولو لپاره ورته تبلیغ پلان شوی و.

له دې سره کرنتین د هغو کسانو لاس لنډ کړ چې پېرلو کې یې بې کچې مخینه لرله. اوس دا پېرونکی یوازې هغه اړین روغتیايي توکي اخلي، نور یې د لوکسو توکو د کارولو ویاړ له لاسه ور کړی دی.

لوېدیځه مصرفوونکې ټولنه له کورونا سره مقابله کې په چټکۍ د پاییښت ساتلو لور ته لاړه. هر کس له بل ځان غوره ګڼي، خو د دولت په نوم برتر ځواک په زور او د ټولې ټولنې د ګټو خوندي کولو لپاره تولید، مصرف او ګټه مدیرت کړي.

له کرنتین او د ډېرو کارونو په زور بندولو سره دولت اړ شو چې په کور ناستو او بې کاره شوو خلکو ته ډېرې پیسې بېلې کړي. ښکاره ده چې د دې کار نه کولو سره به ټولنه له ناامنۍ سره هم مخ کېده، ځکه د دولت له ډېرې لاسوهنې پرته بله لار نه وه.

بله مسله چې د ډېرو پام یې خپل کړد لومړنیو سرچینو او چاپیریال ساتل دي. پر پانګوالۍ نظام یو تور دا دی چې د ډېر مصرف لپاره او لا ډېر ارځان کار ځواک لپاره وګړي زیاتوي، خو اوسني کړکېچن حالت وښوده چې دا وګړي د اړتیا وړ لومړنیو توکو برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

ښايي پوښتنه وشي چې تراوسه دوی څنګه ادراه کېدل، ځواب د لمر په څېر روښان دی. تل د ټولنې یوې برخې خپلې بې وزلۍ سره د ټولنې د پاتې برخې د ژوند لګښت برابراوه.

خو کله چې د بې وزلو بدن د کورونا وېروس لپاره لا ګټور شو، نو ښکاره شوه چې ټول انسانان د ټولو انسانانو لپاره مهم دي، ځکه باید دوی هم وساتل شي.

دا یو بل داسې دلیل دی چې حکومتونه یې خورا لوی لګښت پرېکولو ته اړ کړل چې له ټولنې د دې لرې شوې برخې پالنه هم وکړي چې د پانګوال پام وړ تولید او مصرف کې یې رول نه درلود.

دا یوه یوه هڅه هغه څه دي چې د پانګوالۍ پلویانو بیا بیا د سوسیالستي نظام پر ټولنیز مدیرت د نیوکې لپاره کارول.

د نړۍ پانګوالي نظام له کورونا سره مقابله کې کمزوری دی او څو اونۍ وخت یې ونیو چې د پخواني چوکاټ بدلون سره داسې لار خپله کړي چې د ټولو په ګټه ولاړ وي نه د پانګوال په ګټه.