BBC
 شاته

په کورونا د اخته کسانو شمېر له یو میلیون ډېر شو

امریکا د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکا کې له بل هر هېواد په دې وېروس ډېر کسان اخته شوي دي.

نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون تېر شو. دا په داسې مهال ده چې له یوې اونۍ لږ مخکې کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر پنځه لکه بلل شوی و.

د پنجشنبې ورځې د شمېرو له مخې له دې وېروس د مړو شمېر هم له ۵۳ زرو ډېر شوی او دوه لکه لس زره کسان هم ترې جوړ شوي دي.

امریکا کې تر نورو هېوادونو ډېر کسان په کورونا اخته شوی چې شمېر دوه لکه دېرش زرو ته رسېدلی.

ایټالیا کې له دې وېروس ۱۳ زره کسان مړه شوي چې له بل هر هېواد ډېر دي.

کورونا۱۹ وېروس اول ځل نږدې درې میاشتې مخکې د چین ووهان ښار کې وپېژندل شو او اوس د نړۍ ډېری سیمو ته رسېدلی او د نږدې نیمايي خلکو ژوند یې په ټپه درولی دی.

د پنجشنبې په ورځ اسپانیا- چې د قربانیانو له مخې دویم هېواد دی- رپوټ ور کړ چې تېرو څلرویشتو ګړیو کې یې ۹۵۰ نور کسان له دې ناروغۍ مړه شوي او دا په دغه هېواد کې تر ټولو لوړه شمېره او د ایټالیا د مړینې له ریکارډ لږ کمه ده.

په اسپانیا کې له دې وېروس تراوسه له دې ویروس له لس زرو ډېر کسان مړه شوي او په ویروس د اخته کسانو شمېر یې هم له یو لک پورته شوی دی.

نن پرلپسې شپږمه ورځ ده چې اسپانیا کې د کورونا وېروس د مړو شمېر له اتو سوو ډېر دی.

د برتانیا روغتیا وزارت هم وايي، تراسه دغه هېواد کې د کورونا له امله ۲۹۲۶ کسان مړه شوي دي.

دا وزارت په ټویټ کې تاییدوي چې تر نن یې د یو لک ۶۳ زره او ۱۹۴ کسانو معاینه کړې چې پکې ۳۳ زره او ۷۱۸ کسان کورونا نیولي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption کورونا وېروس نږدې درې میاشتې مخکې د چین ووهان ښار کې پیدا او نړۍ ته خپور شو.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې وايي، امریکا کې ۵۹۱۱ کسان له دې وېروس مړه شوي. چین کې ۳۳۲۲، ایران کې ۳۱۶۰، نیدرلنډ کې ۱۳۴۱، جرمني کې ۱۱۰۷ او بلجیم کې ۱۰۱۱ کسان مړه شوي دي.

امریکا کې چارواکو ویلي، ممکن دغه هېواد کې له کورونا وېروس له یو لک تر دوه لکه څلوېښت زرو کسان مړه شي.

امریکا کې په یوه ورځ په کورنا د اخته کسانو شمېر له ۲۵ زرو ډېر شوی دی.

د امریکا څو ایالتونه قرنطین شوي او له ۷۵ سلنې ډېرو وګړو ته ویل شوي چې کور پاتې شي.

امریکا کې تېره اونۍ شپږ میلیونه او شپږ لکه کسانو د بې کارۍ بدل کې د مرستې غوښتنه کړې ده او دا شمېر هغه بله اونۍ نږدې درې میلیونه او درې لکه و.