شاته

آیا ټرمپ کرونا ویروس سره له مبارزې سیاسي ګټه پورته کوي؟

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ملي کړکیچ په دې موده کې هم سیاسي پاتې شوی او کمپاین یې هڅه کوي چې د اعلي سر قومندان په توګه د کرونا ویروس په اړه د هغه د هرې ورځې له معلوماتي غونډو ګټه پورته کړي.

په داسې حال کې چې په امریکا کې د کرونا ویروس له مله د مړو شویو شمیر مخ په زیاتیدو دی یو شمیر منتقدین وايي جمهور رئیس ټرمپ هره ورځ پر ټلویزیون په راڅرګندیدو سره هڅه کوي چې ځان د یوه پیاوړي رهبر په توګه ښکاره کړي.

د روان میلادي کال په نوامبر کې د جمهوري ریاست ټاکنو ظاهرا د یوې ټولپوښتنې شکل غوره کوي چې جمهور رئیس ټرمپ څنګه کرونا ویروس سره مقابله کوي.

ټرمپ په دې وروستیو کې د خپلو لنډو خبري غونډو د محبوبیت په اړه پر ټویټر لیکلي وو چې یو شمیر منتقدینو د یوې ساري ناروغۍ د سیاسي کولو له امله پر هغه سختې نیوکې وکړې.

د تګساس د هیوسټن له پوهنتون څخه شانون اوبراین وايي:" موږ باید ددې په کیسه کې نشو چې د جمهور رئیس د لنډو معلوماتي غونډو محبوبیت څنګه دی. هغه ددې په ځای چې په ایالتونو کې د وژل شویو په اړه ووايي دې تهډیر لیوال دی چې د مجبوبیت کچه څه ډول ده."

اوس چې جمهور رئیس ټرمپ نور انتخاباتي غونډې نه کوي، لنډو معلوماتي غونډو یې ځای نیولی دی.

د ویرجینیا له پوهنتون څخه لاري ساباتو څرګندوي:" په یقین سره چې ټرمپ مطبوعاتو ته له دې غونډو څخه د بیا ټاکل کیدو ګټه پورته کوي. هغه فکر کوي په دې شکل هره ورځ د امریکایانو په کورونو کې په راڅرګندیدو سره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي ځکه هغه به د خپاره شوي ویروس د مسله په مرکزیت کې وي."

په دې لنډو معلوماتي غونډو کې معلولا د شخصي کمپنیو اجرایوي رئیسان وي کوم چې له ویروس سره د فدرال حکومت د هڅو ملاتړ کوي.

تاریخ ښودلې د کړکیچ پرمهال چارواکو ته د هغه ناوړه حالت څخه ګټه رسیدلې ځکه هغوی په رهبري کې وي.

اوس د ټرمپ په مسله هم د هغه رهبري د ډیرو له خوا د تائید وړ ګرځي هغه موقع چې د ټرمپ کمپاین ورڅخه ګټه پورته کولای شي.

د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې د روان میلادي کال په نوامبر میاشت کې کیږي.

ټاکل شوېډه وه تر هغې مودې کاندیدانو ګڼې انتخاباتي غونډې کړي وای خو اوس د کرونا ویروس له امله دا غونډې ځنډیلي او کاندیدانو تر ډیره په آن لاین شکل غونډې کوي.