BBC
 شاته

د کورونا وېروس له امله د مړينې شمېر ۵۰ زرو ته ورسېد

کورونا د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا کې د جانس هاپکېنس پوهنتون د شمېرو له مخې ټول ۹۶ زره خلک په دې وېروس اخته شوي

د وروستيو شمېرو له مخې په ګرده نړۍ کې تر دې مهاله د کورونا وېروس له امله له ۵۰ زرو ډېرو کسانو خپل ژوند بايللی دی.

امریکا کې د جانس هاپکېنس پوهنتون د شمېرو له مخې ټول ۹۶ زره خلک په دې وېروس اخته شوي او له ۲۰۴ زره ډېر بيا ترې روغ شوي دي.

د کورونا وېروس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوي‌ هېواد ايټاليا کې د مړينې ټولټال شمېر نژدې ۱۴ زرو ته رسېدلی او تراوسه ۱۱۵ زره کسان پرې اخته دي. دلته په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۷۶۱ کسان مړه شوي‌دي.

د اروپا په يوه بل هېواد اسپانيا کې هم نن بيا يوه خونړۍ ورځ وه، دلته په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۹۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې دا په يوه ورځ په دې هېواد کې د مړينې تر ټولو لوړه شمېره ده.

تراوسه په اسپانيا کې ۱۰ زره کسان له کورونا وېروس مړه شوي‌ او ۱۱۰ زره پرې اخته دي. په دې هېواد کې نژې ۹۰۰ زره دندې هم ځنډېدلې دي چې دا په اسپانيا کې د کورونا وېروس د اغېز يو ه بله نښه ده. دلته د مارچ مياشتې له ۱۵ نېټې راهيسې له اړينو شيانو پرته ټول کاروبارونه تړل شوي‌دي.

اسپانوي چارواکي وايي ‌تمه کېږي په راتلونکو ورځو کې د مثبتو پېښو او مړينې شمېر را ټيټ شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له کورونا وېروسه له ۲۰۴ زره ډېر کسان روغ شوي دي

په بريتانيا کې بيا د روغتيا وزارت وايي، تراوسه ۲۹۲۱ کسان د کورونا وېروس له امله مړه شوي‌ دي.

دغه وزارت په يوه ټويټ‌کې ويلي، تر ننه پورې له ۱۶۳ زره او ۱۹۴ کسانو چې ټېسټ شوي د ۳۳ زره او ۷۱۸ تنو ټېسټ مثبت راختلی دی.

په امریکا کې بيا د يوه شپږ مياشتني ماشوم په ګډون له ۵۰۰۰ زياتو کسانو د کورونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکو په دې هېواد کې د ۲۴۰ زره کسانو د مړينې خبرداری ورکړی دی.

دلته په ځينو ايالتونو کې ګرځبنديز اعلان شوی او له ۷۵ سلنه زياتو خلکو ته ويل شوي‌ چې په کورونو کې پاتې شي.

په افغانستان کې د کورونا وېروس له چټکې خپرېدا سره افغان حکومت هم دا وضعیت بوږنونکی بولي او د ګرځبندیز او محدودیتونو لا جدي کولو خبره کوي.

اوسمهال په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او د روغتیا وزارت د پنجشنبې تر ورځې ۲۷۳ مثبتې پېښې تایید کړې دي.

د دغه هېواد د روغتيا وزارت په وينا په کابل، پکتيا، بغلان او کندهار کې د کورونا وېروس ۱۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د کورونا وېروس ډېری پېښې هرات کې ثبت شوي چې له ايران سره ګډه پوله لري. د دغه ولايت د عامې روغتيا مشر عبدالحکيم تمنا وايي، دلته يوازې د پنجشبنې پر ورځ ۷۰ بېلګې ټېسټ شوې وې چې ۱۵ مثبت راختلې دي، دوی کې ۱۱ نارينه او څلور ښځې شاملې دي.

د نوموړي په وينا دلته يو ۷۰ کلن کس هم د کورونا وېروس له امله مړ شوی دی.

د انځور حقوق AHM
Image caption مرستو کې، د کورونا وېروس د تشخیص ۹۸۰۰ بستې، د نمونو اخیستلو دوه وسیلې، د مصنوعي تنفس دوه ماشینونه دي

بل پلو، په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو، له کورونا ویروس سره د مقابلې په موخه د طبي وسایلو لومړۍ جوپه د کابل په هوايي ډګر کې افغان چارواکو ته وسپارله.

په دې مرستو کې، د کورونا وېروس د تشخیص ۹۸۰۰ بستې، د نمونو اخیستلو دوه وسیلې، د مصنوعي تنفس دوه ماشینونه شامل دي.

د چین سفیر وايي، د کورونا د بحران له پيله یې له افغان دولت سره له نژدې کار کاوه.

د افغانستان ګاونډي پاکستان کې بیا ۲۳۹۰ کسان په کورونا وېروس اخته دي چې ۹۲۲ یې پنجاب کې دي. دلته ټول ۳۴ کسان له دغه وېروسه مړه شوي‌ چې ۱۱ پنجاب، ۱۱ سند، اته خيبر پښتونخوا، درې ګلګت بلتستان او يو د بلوچستان اوسېدونکي‌ وو.