شاته

کرونا وايرس: ټرمپ وايي راتلونکې دوه، درې اوونۍ به ډېرې خرابې وي

د امریکا د کرونا وايرس ټاسک فورس ويلي، که امریکايان د يو بل نه لرې پاتې نه شو فاصلې يې د يو بل نه سېوا نه کړې نو امریکا بايد تياره وي چې په راتلونکو دوه مياشتو کې په امریکا کې د مړو شمېره د يو لاک نه تر دوه لاکه ۴۰زره ته رسېدی شي.

د سپينې ماڼۍ کرونا وایرس ټاسک فورس ویلي، په راتلونکو دوه يا درې اوونيو کې به د مړو شمېره ډېره سېوا شي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي، "مونږ د يو داسې ازمېښت سره مخ يو چې له دې وړاندې کله نه يو مخامخ شوي".

نوموړي په سپينه ماڼۍ کې په خبرو کې د يو بل نه د فاصلې ساتلو موده د ۳۰ نورو ورځو دپاره غځولې ده.

هغه ويلي، " راتلونکې دوه يا درې اوونۍ به زمونږ د ملک دپاره ډېرې خرابې وي".

راپورونه وايي د نهې په ورځ په امريکا کې اته سوه کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

د سپينې ماڼۍ په ټاسک فورس کې پوهان ډاکټران شامل دي څوک چې په دې کار کوي چې د راتلونکو خرابو حالاتو دپاره تياری وکړي.

په سپينه ماڼۍ کې ډاکټر ډيبورا برکس او ډاکټر انتهوني فاؤچي ويلي که خلکو احتياط ونه کړو نو د يو لاک نه تر يو نيم لاک پورې کسان مړه کېدی شي.

هغوی ويلي د چا سره د جادو ګولۍ نشته او نه ویکسين شته. يواځې احتياط او رويې کېدی شي چې خلک د کرونا وايرس څخه بچ شي.

دوی ويلي راتلونکې ۳۰ ورځې به د دغو رويو په بنياد وي چې دا وبا څه کوي.

ډاکټر فاؤچي په خلکو غږ کړی که په راتلونکو څو ورځو کې مړي سېوا کيږي نو همت مه بايلئ، ممکن ده چې دا مړي د يو لاک نه کم وي خو بايد ډېر خرابو حالاتو ته تيار پاتې شو.