شاته

په ټوله روسیه کې بېړنی حالت اعلانېږي

د روسیې صدراعظم ته د دغه هېواد وکیلانو اجازه ورکړه چې په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړي.

د روسیې ولسې جرګې یا دوما له هغې لایحې سره ابتدایي موافقه وکړه چې له مخې‌یې صدراعظم میخاییل میشوستین په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړي.

دا موافقه پرون په داسې وخت کې وشوه چې په یوه ورځ په روسیه کې د کرونا مثبتې پېښې ۲۷ فیصده زیاتې شوې.

د دې قانون له مخې چې پرون موافقه پرې وشوه، حکومت به په ټوله روسیه کې بېړنی حالت اعلانوي او داسې اجباري اصول به پر خلکو ږدي چې د بېړني حالت پر مهال‌یې خامخا مراعات کړي.

د بحث پر مهال په پارلمان کې د روسیې د حاکم ګوند، متحدې روسیې مخکښ غړي پاول کراشنین نیلکوف ولسي جرګې ته وویل: "تر هر څه مخکې، موږ غواړو چې د روسیې د جنایي قانون د ۲۳۶ مادې له مخې مسؤلیت زیات شي، هغه کسان چې له بې‌احتیاطۍ اصول تر پښو لاندې کوي، هغوی ډېر خلک په ناروغۍ اخته کولای شي او خلکو ته ګواښ پیدا کولای شي، نو د دې پایلې ته باید پاملرنه وشي. له دې امله سخته جزاء په نظر کې ونیول شي چې له ۵۰۰ زره تر اووه لکه روبله پورې سرغړونکی جریمه شي او احتمالاً تر دوو کلونو پورې زنداني شي."

روسیه
روسیه

کله چې د ولسي جرګې غړو لایحه تصویب کړه، نو دا پرېکړه‌یې وکړه، که چېرته چا قصداً دروغ معلومات د بېړني حالت په وخت خپرول تر پنځو کلونو پورې به زنداني کېږي او هغه کسان چې روغتیایي اصول نه‌مراعاتوي او له قرنطین څخه سرغړونه کوي تر اوو کلونو به بندي شي.

دا لایحه په داسې وخت کې تصویب شوې ده چې وړمه ورځ په روسیه کې د کرونا ۵۰۰ مثبتې پېښې وې او د سې شنبې په ورځ ۲۳۳۷ ته ورسېدې. دا پرله‌پسې اوومه ورځ ده چې په روسیه کې د کرونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

په روسیه کې پرون د کرونا له امله اوو تنو ژوند له لاسه ورکړ چې له دې سره د دې ناروغۍ د تلفاتو شمېر ۱۷ ته ورسېد.

انتقاد کوونکي پر دې شمېرو شک کوي او عادي روسان هم دا سؤالونه کوي چې حکومت چېرته د ټولو ناروغانو معاینه کړې ده چې ټولې مثبتې پېښې معلومې شي.

د روسیې د پلازمېنې مسکو استوګن چې شمېر یې ۱۲ میلیونو ته رسېږي له دوشنبې راهیسې قرنطین شوي دي. د روسیې صدراعظم د یوې بېړنۍ غونډې پر مهال د روسیې د نورو سیمو له چارواکو وغوښتل چې دوی هم ورته هڅه وکړي.

تر دې وروسته د روسیې دوهم ستر ښار سنت پټرزبرګ او تر ۲۰ نورو ښارونو کې هم خلک په کورونو کې پاتې شول.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ ویلي و چې د اپرېل تر پنځمې د کار اوونۍ نه‌ده ترڅو د دې ژر خپرېدونکې ناروغۍ مخه ونیول شي.

روسیې له دوشنبې راپه دې خوا له ګاونډیو هېوادونو سره خپل سرحدونه هم بند کړي دي او یوازې روسي ډیپلوماتانو او یو شمېر هغو کسانو او مالونو ته چې روسیې ته‌یې داخلېدل ډېر ضروري وي، اجازه ورکوي.