BBC
 شاته

ټرمپ: کورونا وېروس دوه لکه څلوېښت زره امریکایان وژلی شي

د انځور حقوق Reuters

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د کارپوهانو د وړاندوینې له مخې ممکن کورونا وېروس له یو لک تر دوه لکه څلوېښت زرو امریکایان مړه کړي.

خو هغه هیله وښوده چې خبرداریو ته امریکایان پام وکړي او دا اټکل ریښتیا نه شي.

ښاغلي ټرمپ د مارچ پر ۳۱ له مرستیال ولسمشر مایک پېنس او د امریکا د ناروغیو کنټرول مرکز له مدیرانو سره خپله ورځنۍ خبري غونډه کې وویل، چې ۱۱ کارخونو کې د سا مرستندویه وسیلې تولید شوې او داسې نوي کورونا ټېسټونه تیار شوي چې څو دقیقو کې یې نتیجه مالومېږي.

په داسې مهال چې اوس هرو څلورو امریکایانو کې دریو ته په کور د پاتېدو خبره شوې، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر له ۳۴۰۰ په پورته کېدو سره له چین هم زیات شو.

امریکا کې دا مهال یو لک پنځه اویا زره کسان په کورونا اخته دي چې د چین او اسپانیا دواړو له کورونا نیولیو سره برابر دي.

تېرو ۲۴ ګړیو کې اریزونا، ټنسي، مریلنډ او ویرجینیا هم د هغو ایالتونو ډله کې را غلل چې والیانو یې له وګړو په کور پاتېدو غوښتنه وکړه.

په دې ډول اوس د امریکا له ۵۰ ایالتونو ۳۲ کې له استوګنو غوښتل شوي چې "ځای کې پنا واخلي" او دا فرمان د جګړې او د سترې وبا پر مهال ورته شرایطو لپاره وي.

په ورته مهال د ډېرو ایالتونو چارواکي پر ولسمشر ټرمپ له نیوکې سره د کورونا معاینو د ټېسټونو وېشلو، طبي وسایلو او خوندیتوب توکو په مدیریت کې پر سپینه ماڼۍ نیوکه کوي او اندېښمن دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ۷۵ سلنه امریکایان یوازې د ډېرو ضروري شیانو د را نیولو لپاره له کور بهر وتلی شي.

نیویارک ایالت چې امریکا کې د کورونا مرکز بلل کېږي، د سې شنبې په ورځ پکې له دې وېروس د مړو شمېر تر ۱۵ سوو کسانو ورسېد چې امریکا کې له دې وېروس د مړو کسانو نیمايي جوړوي.

د نیویارک والي اندرو کومو د سې شنبې په ورځ وویل: موږ کورونا ډېره سخته ونه ګڼله، خو دا وېروس تر هغه ډېر سخت دی چې موږ یې فکر کاوه.

نوموړي د دې کړکېچ په مدیریت کې د ښاغلي ټرمپ پر سیاست نیوکه وکړه او ویې غوښتل چې دې برخه کې مالي سرچینې په غوره ډول ووېشل شي.

اندرو کومو امریکا کې له هغو ډاکټرانو، روغتیاپالو او مرستندویانو- چې سیمه کې یې کرونا لږ ده- وغوښتل چې نیویارک ته د مرستې لپاره ور شي.

نوموړي یو ځل بیا د مصنوعي سا وسیلو خبره وکړه او ویې ویل لږ تر لږه له ۲۰ تر ۴۰ زرو دې وسیلو ته اړتیا لري چې ۱۷ زره یې له چین پېرلې خو دې الو ته د ډېرې اړتیا له مخې تمه ده چې لنډ وخت کې یوازې ۲۵۰۰ تر لاسه کړي.

هغه دا هم وویل چې نیویارک کې یو لک څلوېښت زره بسترونو ته اړتیا ده.

خو نیویارک ښار نږدې ۷۵ زره بسترونه لري او کارپوهان اټکلوي چې ممکن له دو تر څلورو اونیو ۱۴۰ زره بسترونو ته اړتیا شي.