شاته

ایا په دوا یا واکسین د کرونا ویروس مخنیوی شونی دی؟

په نړۍ کې کرونا ویروس (کوويډ-۱۹) په چټکۍ خپرېږي.

په داسې حال کې، ډکتران او څېړونکي هڅه کوي چې واکسین یا درمل ورته پیدا کړي.

د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی په دوا یا واکسین څومره ممکن دی؟

ایا د دې لپاره د دوا پيدا کېدل یا د واکسین جوړېدل زیات وخت نیسي؟

د امریکا د مینیسوتا پوهنتون د څېړنې د برخې مرستیال مشر تیم شاکر وايي چې څېړونکي له هره اړخه د دې ناروغۍ د مخنیوي پر امکاناتو تحقیق کوي.

تیم وايي: "څېړونکي پر دې کار کوي چې ایا مخنیوی یې کېدلائ شي؟ که چېرې یو وګړی دا ویروس واخلي، له ډېر ناروغه کېدو د هغه د ژغورلو امکان شته؟ او که چېرې یو وګړی ناروغ شي، څرنګه‌يې په درملو ښه کولائ شو."

د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره تر اوسه تقریباً یوازې د انسان د بدن پر معافیتي سیستم اتکا کېږي ځکه داسې درمل نه‌شته چې دقیقاً د 'کوویډ-۱۹' د تداوي لپاره منل شوي وي.

ډاکتران او څېړونکي وايي چې د دې ویروس پر ضد د مقاومت لپاره د یوه واکسین جوړېدل ښايي له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو وخت ونیسي.

یو شمېر څېړونکي پر داسې دوا کار کوي چې د کرونا ویروس د نښو پر ضد کار وکړي او د 'کوویډ-۱۹' د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو چانس زیات کړي.

د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې یوه ناروغ ته په ازمايښتي ډول د ریم دي سیویر په نوم دوا ورکړل شوه او تر یوه حده ورسره ښه شو.

خو ډاکتران وايي چې ډېر وخت اړتیا ده څو ثابته شي چې دا وګړی په بشپړ ډول ښه کېږي که نه.

که چېرې دا دوا کار وکړي او نور ناروغان هم ورسره ښه شي، بیا کېدلای شي چې د درمل په توګه کار ورڅخه واخیستل شي.

د امریکا د مینیسوتا پوهنتون د څېړنې د برخې مرستیال مشر تیم شاکر وايي چې دا دوا د ایبولا او ماربرګ په نوم د یوه ویروس د درملنې لپاره جوړه شوې وه، خو وروسته څرګنده شوه چې د دواړو ویروسونو پر ضد یې کار نه‌کاوه.

خو په لابراتوارونو کې او همداراز پر ځیني څارویو په ازموینو کې لیدل شوي چې دې دوا د کرونا په څېر ویروسونو پر ضد حرکت درلود.

البته، هغه دا کرونا ویروس چې د 'کوویډ-۱۹' پیدا کوي، نه‌وو بلکې د سارس په نوم د ویروس پر ضد یې کار کاوه.

خو کرونا او سارس دواړه د یوې کورنۍ ویروسونه او ډېر سره نږدې دي.

خو دا دوا به یوازې پر هغو کسانو ازمویل کېږي چې په روغتونونو کې بستر او ډېر سخت ناروغ دي.

د دوا ازموینه پیل شوې او وبه‌کتل شي چې د ویروس په وژلو کې څومره اغېزمنه تمامېږي.

ډاکتران پر دې هم غور کوي چې ایا دا دوا کولای شي چې د واکسین څخه پرته، په 'کوويډ-۱۹' د اخته کېدو مخنیوی وکړي که نه.

تیم شاکر وايي چې اوس‌مهال پر دې چې څرنګه په کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوی کېدلای شي او د دې لپاره یوه دوا چې هایدروکسي کلوراکوین نومېږي تر ازموینې لاندې ده.

د دې لپاره راغونډ شويو معلوماتو کې لیدل کېږي چې که تاسو دا دوا خورئ او د کرونا ویروس سره مخامخ شئ، تاسو ښايي په ویروس ونه‌لړل شئ.

خو د امریکا د مینیسوتا پوهنتون د څېړنې د برخې د مرستیال مشر تیم شاکر په وینا، کومې دواګانې چې تر ازموینو لاندې دي، ښايي څو میاشتې وخت ونیسي څو تر خلکو راورسېږي.

څېړونکي په دې برخه کې په سرعت کار کوي او په عین وخت کې د کرونا ویروس له امله له راغلې وبا سره مبارزه روانه ده، نو ښایي دا ټول یوه زیاته موده وخت وغواړي.