شاته

په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۸۰۰۰۰۰ څخه زیات شو

واشنګټن ډي سي: که څه هم د چین او جنوبي کوریا په څېر په ځینو هېوادونو کې د کرونا وایرس پېښې کمې شوې دي خو ډبلیو اچ د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې تر اوسه هم په سیمه کې د کرونا وایرس خپرېدل کابو شوي نه دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او سیمیز مشر ډاکټر تکیشي کسايي وویل، دا به اوږد مهاله جګړه وي او مونږ نشو کولای خپل دفاعي حالت پرېږدو.

په چین کې د نهې یا سې شنبې په ورځ له کرونا څخه د یوې مړینې او ۴۸ پېښو خبر ورکړل شوی چې یوه یې هم په سیمیزه توګه نه ده خپره شوې او له جنوبي کوریا څخه د ۱۲۵ نویو پېښو راپور راغلی.

کسايي او څېړونکو د ډبلیو اچ او په یوې بلې غونډه کې په دې ټینګار وکړ چې حکومتونه باید د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره فشار وساتي او کلک ګامونه پورته کړي.‌

هغه وویل، ډبلیو اچ او هېڅ داسې کوم دلیل نه ویني چې د هوا له ګرمېدو سره به د وایرس خپرېدل په کراره شي چې ځینو یې هیله څرګنده کړې وه او هېڅ داسې څه نشته چې واوایو دغه وبا به څومره دوام وکړي.

خو هغه بیا دا خبره وکړه چې دا جګړه به اوږده وي.

د ډبلیو اچ او یو سلاکار متیو ګریفت په سیمه کې د کرونا وایرس په وړاندې د غبرګون په اړه وویل، چې هغه انديښمن دی چې کېدای شي د وایرس ډېره مرګ ژوبله په غریبو هېوادونو کې رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې چې لاوس او میانمار د کوېډ ۱۹ لومړنی پېښې تېره اونئ رپوټ کړي خو ځینې روغتیايي څېړونکي وايي، په دغو هېوادونو کې ښايي معاینات هم نه وي.

د ډبلیو اچ او د بیړني پروګرام مشر مایکل راین وویل، چارواکي هیله څرګندوي چې ځینې هېوادونه ښايي دا مهال د کوېډ ۱۹ تر ټولو خطرناک حالت سره مخ وي چې په هغو کې ایټآلیا او هسپانیه شامله ده او ژر به پکې حالات کابو شي.

خو دوی وايي، چې وایرس به په خپل سر و نه درېږي بلکه حکومتونو ته په کار ده چې د پېښو د کموالی لپاره کار وکړي.

د کرونا وایرس د تخنیکي چارو مشره ماریا ون کرخوف وویل، په دغو کارونو کې د ناروغانو معاینه کول، د نورو خلکو څخه د هغوی جلاوالی او قرنطین کول شامل دي.

په ایټالیا کې د ګل یا دوشنبې په ورځ له کرونا څخه د ۸۱۲ مړینو له راپور سره په دغه هېواد کې له کرونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۵۹۱ کسانو ته ورسېد.

په هسپانیه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۸۱۸۹ ته رسېدلی او په کرونا د اخته کسانو شمېر پکې له چین څخه زیات شوی دی.

یواځې امریکا ده چې له ایټالیا او هسپانیه څخه هم پکې په کرونا د اخته کسانو شمېر شاخوا ۱۶۵۰۰۰ ته رسېدلی او پرې مړه شوي کسان له ۳۰۰۰ څخه اوختي دي.

په امریکا کې د نیویارک ښار د کرونا وایرس مرکز بلل کېږي چېرې چې له ۶۷۰۰۰ څخه زیات خلک په کرونا اخته شوي او ۱۳۴۲ کسان مړه شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خلکو ترمنځ د ټولنیز واټن ساتلو وخت یو میاشت نور هم اوږد کړ او وویل چې له دې سره به د یو میلیون کسانو ژوند وژغول شي.

د امریکا د روغتیا چارواکي خبرداری ورکوي چې که د کرونا وایرس په وړاندې ټول اړین ګامونه پورته او ټولې سپارښتنې په پام کې هم ونیول شي نو بیا هم ښايي له یو لک څخه تر دوه لکه امریکایانو پورې په کرونا باندې مړه شي.

راین همدارنګه روغتیايي کارکونکو ته د ماسکونو د کموالی خبره یاده کړه او د ډبلیو اچ او هغه سپارښتنه یې بیا تکرار کړه چې روغ خلک باید ماسکونه و نه کاروي.

هغه وویل، هېڅ داسې کوم دلیل نشته چې د عامو خلکو لخوا د ماسکونو کارول به کومه ځانګړې ګټه ولري بلکه داسې شواهد له شته چې که په سمه توګه ماسکونه و نه کارول شي نو تاوان هم لري.