BBC
 شاته

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۱۷۴ ناروغان او د امکانانو له کمښت شکایت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې د کورونا ناروغانو شمېر ۱۷۴ ته ورسېد.

د افغانستان روغتیايي چارواکي وايي، د کورونا وېروس د نويو ۲۹ پېښو ریکارډولو سره دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۴ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د سې شنبې په ورځ( د مارچ ۳۱) خبري غونډه که وویل، تر اوسه ۱۷۴ کسان په ۱۶ ولایتونو کې پېژندل شوي دي.

د هغه په خبره، دا ۷۵ سلنه داسې کسان دي چې ایران ته تللي وو او پاتې هم له دوی سره تماس درلود.

د مایار په وینا تر اوسه افغانستان کې ۱۴۰۰ شکمنې پېښې ارزول شوې دي.

وحید مایار وايي، ټول افغانستان کې ۳۰ زره دواطلب د ماشومانو د فلج په مبارزه کې له روغتیا وزارت سره همکار دي او اوس دا دواطلب د کورونا شکمنو ناروغانو په موندلو کې له دوی سره مرسته کوي.

نوموړي دا خبره ونه منله چې روغتیا وزارت د کورونا ناروغانو ریښتونی شمېر پټوي او زیاته یې کړه چې دا مسله دوی ته جنجال جوړولی شي.

افغانستان کې د کورونا ناروغان په هرات، کابل، فراه، سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغېس او سرپل کې پېژندل شوي دي.

هرات کې چټک ډېرېدل

تېرو ۲۴ ګړیو کې په هرات ولایت کې ۲۵ کورونا ناروغان پېژندل شوي او په دې سره هرات کې د کورونا نیولیو شمېر ۱۳۱ ته ورسېد.

دا شمېر ښيي چې له دریو دوه برخې کسان یوازې هرات کې دي.

هرات د افغانستان لوېدیځ کې له ایران سره ګاونډی دی. له ایران ورځانه د زرګونو افغان کډوالو ستنېدلو دا ولایت د کورونا ناروغۍ مقابل کې زیانګالی یا اسېب پزیر کړی دی.

ځايي چارواکي له کورونا سره د مقابلې لپاره د پوره تجهیزاتو او امکاناتو له نشتوالي اندېښمن دي.

هرات کې یوه ډله مدني فعالانو اعتراضي غونډه کې په دې تړاو د خلکو اندېښنه وښوده او دې ستونزې ته یې د مرکزي چارواکو د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزي په دغه ولایت کې د کورونا ناروغانو لپاره د پوره روغتیايي اسانتیاوو په تېره د سا اېستلو الې پر نشتوالي سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: "د روغتیا وزیر باید د ناروغانو د شمېر ور کولو په ځای بنسټیزو کارونو ته فکر وکړي".

نوموړي دغه ولایت کې له کورونا سره د مبارزې لپاره د ارګ ځانګړې شوې څلور سوه میلیون افغانۍ هم یادې کړې او زیاته یې کړه: "د هرات والي د دې پیسو د لګولو وړتیا نه لري او د مالیې وزارت او د تدارکاتو قانون د دې پیسو د لګولو په مخ کې خنډونه دي".

د انځور حقوق Getty Images

خو د روغتیا وزارت ویاند وايي، د سا اخیستلو وسیلې په ګډون روغتیايي اسانتیاوې ټوله نړۍ کې کمې دي، خو بیا هم روغتیا وزارت تر خپل وس د اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي.

د روغتیا وزیر فیرزو الدین فیروز هم تېره ورځ وویل، تجهیزات او یو ډول درمل هم دې ناروغۍ ته کار نه ور کوي، ځکه چې کورونا نه درمل لري او نه هم واکسین.

هغه ټینګار وکړ چې د خلکو همکاري او پوهاوی د دې ناروغۍ سره مبارزه کې اغېزناکېدلی شي.

له ایران د افغان کډوالو ستنېدل په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو اصلي لامل دي.

افغانستان کې په کورونا اخته لومړی کس هغه څوک و چې له ایران ستون شوی و.

د کډوالو نړیواله اداره وايي، د ۲۰۲۰ کال لومړیو دریو میاشتو کې له دوو لکو پنځلس زرو ډېر افغانان په خپله خوښه له ایران افغانستان ته ستانه شوي دي.

دې ادارې په مارچ میاشت کې د دې کډوالو ستنېدل خورا ډېر ثبت کړي او لامل یې هم له کورونا وېره بللې ده.

یوازې دغه میاشت کې نږدې یو لک دوه پنځوس زره افغانان له ایران ستانه شوي، خو دا بهیر د نوي لمریز کال له پیلېدو یا د مارچ له شلمې کم شوی دی.

د افغانستان د کډوال وچارو وزارت هم ویلي و چې ایران کې د نورزي رخصتیو تر ختمېدو وروسته به د افغان کډوالو ستنېدل بیا ډېر شي.

دې وزارت دا هم ویلي و چې مارچ کې له ایران د افغان ستنېدونکو شمېر ۱۵ زرو ته رسېدلی و.