طالبان: درې کسیز پلاوی مو د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی
وسله والو طالبانو ویلي، د دې ډلې یو ۳ کسیز پلاوی له افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون پر موضوع د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا پلاوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي، او په تخنیکي برخه کې به د اړتیا وړ اقدامات ترسره کوي.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې د دوی لس کسیز پلاوی به د نړیوال سره صلیب ادارې په مرسته او منځګړیتوب کابل ته ځي.
خو ښاغلي مجاهد بي بي سي ته وویل، د کورونا وېروس له کبله د لګېدلیو محدودیتونو او قرنطین له کبله د دوی پلاوی له پنځلس کسانو لسو ته رکم شو، او اوس بلاخره درې کسان د خبرو لپاره کابل ته رسېدلي دي.
تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا او طالبانو ویلي وو چې دا پلاوی به د سره صلیب نړیوالې ادارې په مرسته او منځګړیتوب کابل ته ځي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي وو، د مارچ پر ۳۱مه نېټه به د طالب بندیانو د خلاصون بهیر پیل شي.
خو د دې شورا ویاند جاوېد فیصل نن سې شنبه بي بي سي ته وویل، نن دا بهیر نه پیلېږي.
تر اوسه مالومه نه ده چې د طالب بندیانو د خلاصون بهیر ولې پر ټاکلې نېټه نه پیلېږي، خو افغان حکومت له دې وړاندې ویلي چې دې برخه کې کره تضمینونو او ډاډ ته اړتیا لري.
له حکومت او طالبانو د اروپایي ټولنې غوښتنه:
بله خوا اروپایي ټولنې هم په یوه اعلامیه کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي په اړه د افغان سیاسي مشرانو د هوکړې هرکلی کړی، او دا یې د بین الافغاني خبرو پیل او په کور دننه د سیاسي بحران ختمولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.
د یادې ټولنې په اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې د سولې خبرو ته کلکه ژمنتیا ښکاره کړي، تاوتریخوالی کم کړي او د دوحې د هوکړې پر اساس د اوربند پر موضوع ماناداره خبرې وکړي.
اعلامیه کې راغلي، اوس چې د بندیانو د خلاصون برخه کې پرمختګ شوی او د حکومت لخوا مرکچي پلاوی هم اعلان شوی نو د بین الافغاني خبرو ځنډولو لپاره نور هېڅ دلیل نشته.
- سیاف: د حکومت مرکچي پلاوي سره مخالفت د سولې بهیر ته زیان رسولی شي
- د ټاکنو پر سر جنجال: کرزي، خلیلزاد او سیاف له غني او عبدالله سره کتلي
اروپایي ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې د حکومت مرکچي پلاوی درناوی وکړي او رغنده خبرې ورسره وکړي.
یاده ټولنه وایي، که څه هم د طالبانو پلاوی ټولشموله نه دی، خو افغان حکومت دې ورسره ګډ کار وکړي.
افغان حکومت تر اوس کابل ته د طالب پلاوی د ورتګ پخلی نه دی کړی.
نور جزئیات وروسته