شاته

د نړۍ وژونکې ورځ؛ په کرونا ویروس د مړو شمېر له ۳۷ زرو واوښت

دوشنبه، په کرونا ویروس د مړینو د شمېر له مخې د نړۍ لپاره له وژونکو ورځ وه.

تر پرون دوشنبه «۲۰۲۰ کال د مارچ ۳۰» په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۷۶۰ زرو او د مړینو شمېر تر ۳۷ زرو واوښت.

په دې ورځ په ایټالیا کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر لږ کم و، خو د مړو شمېر یې تر ۸۰۰ زیات شو.

په ایټالیا کې په ټوله کې په کرونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) د مړو شمېر ۱۱ زرو او ۹۰۰ ته رسېدلی او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر په‌کې تر ۱۰۰ زرو کسانو اوښتی دی.

اسپانیا چې په یوه ورځ په‌کې په کرونا ویروس د څه باندې ۵۰۰۰ کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوي، تر چین مخکې شوې، تر امریکا او ایټالیا وروسته په درېیم کتار کې راغلې ده.

د امریکا په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د څه باندې ۱۵۰ زره کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی چې د جدول په سر کې دی.

نیویارک
نیویارک

تر اوسه په لویو ښارونو کې لکه نیویارک او کالیفورنیا کې عمومي قرنطین نه‌دی نافذ شوی. په امریکا کې یوازې د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس تر ۱۳۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې.

چین چې دغه ویروس په‌کې د اول وار لپاره په تېره ډسمبر میاشت کې خپور شوی و، اوس په څلورم کتار کې راغلی دی.

تر چین وروسته د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د شمېر له مخې د جرمني، فرانسې او ایران نومونه راغلي دي. په ټوله کې د غربي اروپا هېوادونه د کرونا ویروس د خپرېدو له درکه ډېر اغېزمن شوي دي.

له اروپا زرګونه کیلومتره لیرې، د افغانستان په ګاونډ کې پروت ایران وایي، په دغه هېواد کې د کرونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) د خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر جدي کوي.

په بل ګاونډي هېواد پاکستان کې صدراعظم د کرونا ویروس له اغېزمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د مرستندوی پروګرام موضوع یاده کړه.

عمران خان تېره شپه د پاکستان له دولتي ټلوېزیون څخه په وینا کې وویل، هغو کسانو ته مرستندوی صندوق هم جوړ شوی چې غواړي له بې‌وزلو سره مرسته وکړي.

د پاکستان صدراعظم وویل، هغه کسان به مجازات شي چې خوراکي مواد احتکار کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

هغه زیاته کړه: "نن غواړم په ځانګړي ډول ووایم، هغه کسان چې غواړي د خلکو له لوږې او عذاب څخه پیسې لاس ته راوړي، حکومت به ستاسو په وړاندې شدید اقدام وکړي چې ستاسو د عبرت سبب به شي. ځکه که په هېواد کې څوک له لوږې ومري، تاسې به مسؤل یاست."

بله‌خوا هندوستان چې د نړۍ په سطحه دوهم زیات نفوس لرونکی هېواد دی، که څه هم عمومي قرنطین وضع کړی، بیا هم ځیني بازارونه‌یې له خلکو ډک دي. زیاتره هغه کسان له کورونو وځي چې ورځني کارونه کوي او د دولت مالي مرسته کافي نه‌ګڼي.

په ژنیف کې بیا د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس پرون دوشنبه وویل، د روغتیایي او طبي وسایلو کموالی او نشتوالی په لویه ستونزه بدل شوی دی.

تدروس ادهانوم ګبرياسوس زیاته کړه، د ۲۰ لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا «20-G» د سوداګرۍ له وزیرانو سره‌یې خبرې کړي او له ټولو تجارتي شرکتونو یې غوښتنه کړې چې د اړتیا وړ طبي لوازمو او موادو د زیاتولو ډاډ ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس تدروس ادهانوم
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس تدروس ادهانوم

د ماسکونو، د مکروب ضد مایعاتو، د کرونا ویروس د تشخیص وسایلو، تنفسي وسایلو او نورو موادو کموالی هغه ستونزه ده چې د نړۍ ځیني هېوادونه له دې جملې، د امریکا متحده ایالات او ایټالیا ورسره مخامخ دي.