شاته

افغان حکومت طالبانو ته: بهانې مه کوئ، د خبرو لپاره پلاوی وټاکئ

افغان حکومت د طالبانو لخوا د سولې مذاکراتي پلاوي مخالفت ته په غبرګون کې له دغه ډلې وغوښتل چې بهانې دي نه کوي او له حکومت سره دې د خبرو لپاره خپل مذاکراتي پلاوی وټاکي.

طالبانو تېره ورځ د افغان حکومت لخوا د سولې د ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوي د اعلان سره د مخالفت په ښودلو وویل چې له یاد پلاوي سره خبرې نه کوي.

خو په ستراتیژیکو چارو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر نن یکشنه مارچ۲۹ (وري ۱۰) خبریالانو ته وویل چې د افغان حکومت لخوا اعلان شوی پلاوی تر هر اړخیزو سلا مشورو وروسته ټاکل شوی چې په وینا یې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي.

ښاغلي عمر زیاته کړه:"د دغه پلاوي پر ټاکل کېدو ډېرې مشورې وشوې، ډېر غور وشو، تر څو یو داسې یو پلاوی جوړ شي چې هم مؤثر وي هم د افغانستان له ټولو اقشارو څخه نمایندګي وکړي او هم د پلاوي په ترکیب کې سیاسي اجماع وي، په خوشالۍ سره دا وایم کوم پلاوی چې دوې ورځې مخکې اعلان شو پر دې پلاوي باندې پوره سیاسي اجماع شته."

د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره اعلان شوي پلاوي کې د علماو، سیاسینو، مدني فعالانو، ښځو او د حکومت استازي شامل دي چې په وینا یې د یو موټي افغانستان استایتوب کوي.

ښاغلي عمر زیاته کړه چې افغان حکومت ټول اقدامات کړي او له طالبانو څخه یې هم وغوښتل چې نور دې بهانې نه لټوي او خپل پلاوی دي وټاکي: "موږ هیڅ کله دا نه دي ویلي چې د طالبانو لخوا څخه پلاوی جوړیږي هغه دي باید څه ډول وي، زموږ غوښتنه له طالبانو څخه همداده چې نور دي دوی بهانې نه لټوي، زموږ لخوا ټول اقدامات شوي او اخیري اقدام همدا و چې پلاوی وټاکل شو اوس زموږ غوښتنه له طالبانو څخه داده چې خپل پلاوی وټاکي چې مستقیم مذاکرات پيل شي."

نوموړي زیاته کړه هر وخت چې طالبانو خپل پلاوی وټاکي مخامخ خبرې به پيل شي.

افغان حکومت د تېرې پنجشنبې په ماښام له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره د ملي امنیت د پخواني رئیس معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوی اعلان کړ.

په اعلان شوي پلاوي کې معصوم ستانکزی، فاطمه ګیلاني، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ،باتور دوستم،کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتي، خالد نور او ډاکټر امین احمدي شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا سفارت د دغه پلاوي د اعلان هر کلی کړی او هغه یې ټول شموله پلاوی بللی دی.

پر همدې مهال د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري هم امریکا غږ ته وویل چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی له ټولو مهمو اړخونو سره تر سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی.

اغلې انوري زیاته کړه:"د طالبانو جنګ له افغان دولت سره دی او پلاوی هم د افغان دولت لخوا تنظیم او اعلان شو چې د ټول شمولیت په اړه یې په ملي او نړیواله کچه هر کلی وشو، د مقابل اړخ مداخله غیر اصولي او د تمې خلاف ده."

خو طالبانو تېره شپه د یاد پلاوي سره د مخالفت په ښودلو وویل چې یاد پلاوی د امریکا او طالبانو د لاسلیک شوي توافقنامې خلاف دی. طالبانو همدارنګه ویلي چې دا یو ټول شموله پلاوی نه دی او وايي خبرې نه ورسره کوي.