BBC
 شاته

د کورونا وېروس له کبله د ځینو ښارونو هوا پاکه شوې

Countryside د انځور حقوق Brad Damms
Image caption د هوا د پاکوالي لوی سبب د موټرو او ګنې ګوڼې کمېدل بلل شوي

په داسې حال کې چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله پر سفرونو بندیز لګېدلی او ورځنی ژوند په ټپه ولاړ دی، په نیویارک کې څېړونکي وایي‌ چې د دې وضعیت له کبله یو شمېر ښارونو کې هوا پاکه شوې ده.

د دوی په وینا، په تېره څه موده کې په هوا کې د چټلو او حرارت تولیدوونکو غازونو کچه راکمه شوې ده.‌

څېړونکو بي بي سي ته ویلي، په نیویارک ښار کې د موټرو له کبله د تولیدېدونکي‌ مونوکسایډ غاز کچه نژدې ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده.‌

همدا راز د کاربون ډایوکسایډ غاز کچه، چې د نړیوالې تودوخې لامل دی، هم رالوېدلې ده.‌

په چین او شمالي‌ ایټالیا کې هم د نایټروجن ډایوکسایډ غاز کچه کمه شوې ده.

کارپوهان وایي،‌ د دې کموالي لوی لامل دا دی چې ښارونو کې موټر کم شوي‌ دي او فابریکې او صنعتي‌ پارکونه بند دي، چې ورسره هوا کې چټل او زهرجن غازونه کم شوي.

خو دوی خبرداری ورکوي چې د کورونا وېروس روان وضعیت ختمېدو سره هوا کې د دې غازونو کچه په چټکۍ سره بېرته لوړېدلی شي‌.‌

ویل کېږي چې که روان وضعیت دوام وکړي نو په می میاشت کې، چې عموماً هوا پکې تر ټولو ډېره چټله وي، ښایي په تېرو لسو کالو کې د ککړتیا تر ټولو ټیټه کچه وګورو.‌

نیویارک کې څېړونکي وایي، له دې پایلو څرګندېږي چې که نا اړینه ترانسپورتي ګڼه ګوڼه او سفرونه راکم شي نو د هوا پاکوالي‌ کې به لویه مرسته شوې وي.‌