BBC
 شاته

کورونا وېروس: د افغانستان شپږو ولایتونو کې تګ راتګ محدود شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل کې چې پنځه ميليونه نفوس لري ګڼې هټۍ بندې وې خو په حالت کې د پام وړ بدلون نه ليدل کېده

په افغانستان کې د کوروناوېروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د پلازمېنې کابل په ګډون په لږ تر لږه شپږو نورو ولایتونو کې هم تګ راتګ محدود شو.

په افغان پلازمېنه کابل کې د دغه درې اونيز محدوديت په لومړۍ ورځ دولتي ادارې رخصت وې خو په ښار کې د خلکو تګ راتګ د عادي ورځو په څېر و.

تر اوسه په افغانستان کې د کورونا وېروس يا کوييډ ۱۹ رنځ لږ تر لږه ۱۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت ويلي تر دې مهاله پنځه رنځوران ترې رغېدلي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي‌ دي.

په کابل کې پر تګ راتګ د محدودیت لومړۍ ورځ وه. د هېواد په لویديځ هرات، نیمروز او فراه کې هم د ورځې تګ راتګ محدود و. که څه هم په کابل کې چې پنځه ميليونه نفوس لري ګڼې هټۍ بندې وې خو په حالت کې د پام وړ بدلون نه ليدل کېده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دغو محدودیتونو پر نه عملي کېدو اندېښمن دی. د دغه وزارت وياند وحيدالله مایار وايي که خلک دا حالت جدي ونه ګڼي محدودیتونه به ډېره پايله ونلري. که څه هم ټینګار کوي چې د دغه رنځ له پراخېدو سره به دوی هم خپلې وړتیاوې لوړوي.

چارواکي تمه لري چې پر نااړین تګ راتګ بندیز به د دغه رنځ د لا خپرېدو مخه ډب کړي. د هېواد په لویدیځ هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د محدودیت د دوام تر څنګ په هلمند کې هم چارواکو د تګ راتګ د محدودولو غوښتنه وکړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر اوسه د کورونا وېروس يا کوييډ ۱۹ رنځ لږ تر لږه ۱۱۰ مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي

د هلمند ولایت د عامې روغتیا چارسمبالی ډاکټر ذاکر یقين بي بي سي ته وویل، د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې دغه نسبي قرنطين سر له سبا عملي کېږي.

نوموړی وایی، ''د ولایتی ادارې د پرېکړې په اساس سر له یکشنبې به د هلمند په لښکرګاه ښار او ولسوالیو کی نسبی قرنطین د دو اونیو لپاره د تطبیق وړ وی. د دې بندیز څخه ټول روغتیایی مراکز او د لومړنیو خوراکي موادو پلورنځي استثنا دي ''.

د ننګرهار او کونړ ولایتي ادارې هم وايي چې هلته ځانګړي احتیاطي تدابیر عملي شوي او دولتي کارکوونکي په دوو کاري شفټونو کې کار کوي. په کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ځايي چارواکي وايي ځانګړو تدابیرو پلي کولو ته چمتووالی نیول شوی دی.

پرون د افغانستان کابينې په پلازمېنه کابل کې د تګ راتګ د محدودولو طرحه تاييد کړه چې له مخې يې په کابل کې ټولې دولتي ادارې د دریو اونیو په مخه وتړل شوې. د روغتیا وزارت پر کابل- مېشتو غږ وکړ، چې یوازې د روغتیايي، او خوراکي توکو د تر لاسه کولو یا نورو اړینو کارونو لپاره بهر راوتلی شي.