شاته

ګوتریش غني ته له کرونا سره مبارزه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

د افغانستان جمهوري ریاست وایي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ارګ نن جمعه مارچ۲۷ (وري اومه) په یوې اعلامیې کې ویلي دغه ټلیفوني خبرې چې تېره شپه ناوخته تر سره شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ایران څخه د زرګونو افغان کډوالو راستنېدل په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو له لویو لاملونو څخه وبلل.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې د انتونیو ګوتریش له قوله ویل شوي:"له ایران څخه هره ورځ د زرګونو افغانانو راستنېدل چې دکرونا ویروس د خپرېدو لامل ګرځي، یوه لویه معضله ده او د ملګرو ملتونو سازمان په دغه برخه کې لازمې مرستې تر سره کوي."

په داسې حال کې چې کرونا ویروس په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې دی له ایران څخه هم افغانستان ته د کډوالو ستنېدو کې څو برابره زیاتوالی راغلی دی.

په دغه اعلامیه کې ولسمشر غني هم د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غوښتي:"دا چې په افغانستان په وچه کې هیواد دی، ملګري ملتونه دي په وچه کې ایسارو هیوادونو لپاره اعلامیه صادره کړي چې دغو هیوادونو ته دي لازمې ترانزیتي اسانتیاوې برابرې شي چې اکمالات یې په درست ډول شي."

ولسمشر غني په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفترونو له استازو سره لیدنه کې له کرونا ویروس سره مبارزه کې له افغان حکومت سره د یادو دفترونو پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني ویلي چې افغان حکومت له کرونا ویروس سره دمبارزې په برخه کې جدي تدابیر نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۱ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۱ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت ویاند داکټروحیدالله مایار پرون ناوخته په ننګرهار ولایت کې هم دکرونا یوې مثبتې پېښې ثبتنېدو خبر ورکړ.

دغه ویروس تر دا مهاله په افغانستان کې دوه تنه مړه کړي دي او دوه نور ورڅخه روغ وتلي دي.