شاته

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې مذاکراتي پلاوی اعلان کړ

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوی اعلان کړ.

د جمهوري ریاست لخوا په اعلان شوي پلاوي کې معصوم ستانکزی، فاطمه ګیلاني، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد روسول، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ،باتور دوستم،کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتي، خالد نور او ډاکټر امین احمدي شامل دي.

تېره شپه (وري اومه) د جموري ریاست لخوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي:"دغه پلاوی چې له ډېر غور او له ټولو اړخونو او د ټولنې له اغېزناکو اقشارو سره تر سلا مشورو وروسته ټاکل شوی، له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې به د افغان حکومت استازيتوب وکړي."

د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر محمد اشرف غني له یاد پلاوي څخه غوښتي چې د سولې خبرو ټول بهیر دهیواد لوړې ګټې، د افغانستان د خلکو ګډ ارزښتونه او د یو موټي افغانستان اصولي موقف په نظر کې ونیسي او هیواد ته د تلپاتې سولې راوستلو په برخه کې هڅې وکړي.