BBC
 شاته

کورونا وېروس کې امریکا له چین مخکې شوه

د انځور حقوق Reuters

امریکا کې اوس پنځه اتیا زره پنځه سوه کسان په کورونا وېروس اخته بلل شوي او دا کېسونه له بل هر هېواد زیات دي.

د جان هاپکنز پوهنتون د وروستۍ شمېرې له مخې امریکا دې برخه کې له چین او ایټالیا مخکې شوه، ځکه چین کې ۸۱۷۸۲ کسان او ایټالیا کې ۸۰۵۸۹ کسان په دې ویروس اخته دي.

خو له دې وېروس په چین کې ۳۲۹۱ او ایټالیا کې ۸۲۱۵ کسان مړه شوي، مګر امریکا کې ۱۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

دا رپوټ په داسې مهال دی چې ویل کېږي ۳،۳ میلیون کسان امریکا کې بې کاره شوي، خو ولسمشر ټرمپ اټکل کړی چې ډېر ژر به اقتصادي چارې له سره پیل شي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د خبري غونډې پر مهال د وروستیو شمېرو په هکله وپوښتل شو او هغه ځواب کې وویل: "دا هغه شمېر معاینو ته درناوی دی چې موږ یې کوو".

* په کورونا وېروس له اخته کسانو څو مري؟

* کورونا وېروس: څرنګه کولای شو دوه متره فاصله وساتو؟

* څنګه خپل مخ ونه موښو چې په کورونا اخته نه شو؟

مرستیال ولسمشر مایک پېنس وویل، د کورونا ویروس معاینې اسانتیا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې نشته او پنځه لکه دوه پنځوس زره معاینې په ټول هېواد کې شوې دي.

ولسمشر ټرمپ خپله د بېجینګ پر شمېرو هم شک وښود او خبریالانو ته یې وویل، تاسو نه پوهېږئ چې په چین کې شمېر څو دی.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه، چې د جمعې په شپه به له ولسمشر شي جن پینګ سره ټلیفوني خبرې وکړي.

نوموړي دا هم ونه منله چې د چین مشر ترې "د ارام پاتېدلو" غوښتنه کړې ده.

ولسمشر لا هم د قیوداتو اسانولو هیله لري؟

ولسمشر د اپرېل ۱۲ د کرونا وېروس له امله د لګول شویو بندیزونو لرې کولو ته ټاکلې ده چې د ایستر یکشنبه هم ده، خو له نیوکو سره مخ دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ هم وویل: دوی باید کار ته ستانه شي، هېواد مو باید ستون شي، زموږ هېواد په دې ولاړ دی او زما په اند ژر به داسې وشي.

هغه دا هم وویل چې دې برخه کې به د هېواد له هغو برخو کار واخلي چې ډېر اغېزمن شوي نه دي:

"کله چې زه وایم ستنېږو نو ډېر خلک زما خبره ناسمه تعبیروي، هغوی چې کار ته ستنېږي تر ممکنه بریده به ټولنیز واټن ته پام کوي، لاسونه به مینځي، چا ته به لاس نه ور کوي او دا هرڅه چې ویل شوي دي".

تر ټولو سخته بې کاري

شمېرې ښيي چې یوازې یوه اونۍ کې ۳،۳ میلیونه امریکایان بې کاره شوي دي.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بدتره اونیزه بې کاري ده او د ۱۹۸۲ کال ریکارډ ماتوي چې یوه اونۍ پکې شپږ لکه ۹۵ زره کسان بې کاره شوي وو.

په ییویارک کې د بي بي سي د اقتصادي چارو خبریاله سمیرا حسین وايي، اونۍ مخکې له دوو لکو کمو کسانو د بې کارۍ په وخت د مرستو غوښتنه کړې وه.

د هغې په خبره، دا وروستۍ شمېره د امریکا پر اقتصاد د کورونا سخت زیانمنوونکی اغېز ښيي.