BBC
 شاته

افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته پلاوی وټاکه

ارګ د انځور حقوق Arg

د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزارت له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.

د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزیر عبدالسلام رحیمي خپل ټوېټر کې لیکلي، دا پلاوی د ټولنې له ټولو اغېزناکو اړخونو او پاړکو سره له پوره غور او سلا مشورې وروسته ټاکل شوی دی.

د نوموړي په خبره، دا پلاوی دنده لري چې له طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت استازي وکړي.

"د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه پلاوي ته د بریالیتوب له هیلې سره له دوی غواړي چې د خبرو ټولو پړاوونو کې د هېواد ستر مصلحتونه، د خلکو ګډ ارزښتونه او د یو موټي افغانستان اصولي دریځ په نظر کې ونیسي او هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ټینګولو هڅې وکړي".

د چارشنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د یوه شل کسیز پلاوي یو نوملړ تایید کړ.

* افغان سوله، شخصي ګټې او ملي اندېښنه

* افغان سوله: مایک پومپیو وایي پر هېڅ شي باور نه شي کېدلی

* افغان سوله؛ یوناما‌ د دایمي اوربند لپاره د یو موټی کېدو غوښتنه کړې

خو د دې نوملړ په غبرګون کې د افغانستان د سولې چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوي په اړه خپور شوی نوملړ وروستی نه دی او پکې د بدلون امکان شته.

دغه وزارت تېره شپه له مرکچي پلاوي سره د پلاوي نوملړ خپور کړ چې پکې پر پنځو مېرمنو سربېره د قومي او جهادي مشرانو زامن هم شامل دي چې ښکاري د خپلو پلرونو استازي کوي، لکه د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم، د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور زوی خالد نور، د مطلب بېک زوی متین بېک، ملا نقیب الله زوی کلیم الله نقیبي.

لا هم مالومه نه ده چې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ لومړنۍ ناسته به چېرته او په کوم ډول مسلو به بحث کوي.

ځکه د ویرونا وېروس له امله وېره شه چې دا ناسته به د ویډیويي کانفرنس له لارې وي که مخامخ، ځکه له دې وېروس وروسته ډېرو برخو کې خبرې د ویډيو کانفرنس له لارې شوې وي.

د پلاوي د غړو نومونه

۱ معصوم ستانکزی د پلاوي مشر

۲ فاطمه ګیلاني

۳ نادر نادري

۴ عبدالمتین بیک

۵ فوزیه کوفي

۶ ضرار احمد مقبل

۷ عبدالهادي ارغندیوال

۸ محمد رسول طالب

۹ حبیبه سرابي

۱۰ ډاکټر غیرت بهیر

۱۱ محمد حفیظ منصور

۱۲ غلام فاروق مجروح

۱۳ مولوي عنایت الله بلیغ

۱۴ باتور دوستم

۱۵ کلیم الله نقیبي

۱۶ محمد ناطقي

۱۷ جنرال ایوب انصاري

۱۸ شهلا فرید

۱۹ شریفه زرمتۍ

۲۰ خالد نور

۲۱ ډاکټر امین احمدي