BBC
 شاته

غزني: ټګانو وروستیو کلونو کې له سوداګرو میلیونونه ډالر وړي

غزني د انځور حقوق Getty Images
Image caption د غزني سوداګر وایي چې حکومت د ټګانو پر ضد هېڅ نه دي کړي

د غزني ځايي سوداګر او پانګوال وايي،‌ په تېرو څو کالو کې یو شمېر کسانو له دوی نه په ټګۍ برګۍ او چل ول تر یو سل او شل میلیونه ډالر وړي او لوټ کړي دي. ډېری لوټ شوي چې صرافان دي وايي، ځایي حکومت نه دی توانېدلی چې له دې چل ناکو او ټګانو نه د دو پیسې بېرته واخلي.

خو د عدلي او حقوقي چارواکو په خبره تر اوسه يې په دې اړوند یوشمېر دوسيي او پیېښې د قانون په چوکاټ کې څیړلې دي.‌

آقا محمد احمدزی په غزني ښار کې د صرافانو د اتحاديي رئیس دی. نوموړي د دې ټګانو په اړه بي بی سي ته وویل:

"دا خلک د دولت لخوا د رسمي کاروبار جواز لري. دلته د خلکو په منځ کې راکړه ورکړه د هماغه کاري او تجارتي جواز له مخې کوي. خو دوی وروسته بیا وتښتي. عدلي ارګانونو ته مو هم مراجعه کړي. یو څه موده يي ور وغواړي خو اخر هېڅ ونشي".

د افغانستان په قوانینو کې پور او دَین د ټولنې د غړو ازادي نه سلبوي.

د غزني سوداګر وايي، دا دوکه ماران، ټګان او چلناک کسان په سوداګریز چارو کې د قانون له همدې مادې نه ناوړه ګټه اخلي.

د یاسین په نامه یو بل زیانمن سوداګر د خپلې تجربې په اړه بي بي سي‌ ته وویل

"دوه لکه ډالر رانه ټګانو یوړل. عدلیي او حقوقي ادارو یوازي ۲۵ سلنه پیسې بېرته ترېنه واخیستلی شوې. خو دا اوس هم اویا زره ډالر یوه بل کس رانه وړي. عدلیي ریاست ته يې ور وغواړي. هلته دی بس همدومره ووایي چې درکوم يی. بس په همدې په همدې خبره ختمه شي. دا يې اتم کال دي چې نه يې راکوي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سوداګر تور لګوي چې ډېری ټګان له حکومتي جوازونو ناوړه ګټه اخلي

د غزني عدلیې رئیس عزیزالله بصیر په دې باور دی چې د مالي چارو ناسم میکانیزم، په تور بازار کې پولي بهیر او په حقوقي چارو کې د سوداګرو نا خبري د دې سبب شوې چې دوی کله ناکله د دوکه مارانو ټګانو له ناوړه کړنو سره مخ کېږي.

نوموړي‌ بي بي‌ سي ته وویل:

"موږ د قانون له مخې نشو کولای دوی بندیان کړو. یو څو دوسیې شته، هغه مو محکمې ته ورکړي. خو داسې یوه قضیه چې میلیونونه ډالر دې له چا وړل شوي وي موږ ته نه ده راغلې. کوچنۍ دوسيي، لکه د څو زرو ډالرو دوسيي شته چې کار پرې روان دی".

دغزني ښار او بازار ته د مرکزي او جنوبي ولایتونو د سوداګرۍ د دروازې په سترګه کتل کېږي.

له دغه ښاره د پکتیا، دایکندي، بامیان، لوګر، پکتیکا او وردګو ولایتونو ته خوارکي او سون توکي، درمل او نور مواد وړل کېږي.