شاته

روغتیا وزارت: پنځه روغتیايي کارکوونکي په کرونا اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کروناویروس د ۸۰ اخته‌و کسانو په منځ کې پنځه تنه روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي.

د دغه وزارت د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال فدامحمد پیکان د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶مه (وري اوم) خبریالانو ته وویل چې له پنځو روغتیايي کارکوونکو څخه اخیستل شوي سمپلونه ښيي چې دوی پر کروناویروس اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه: "زموږ یو روغتیايي کارکوونکي په کندهار او څلور تنه هم په هرات کې اخته شوي دي".

ښاغلي پیکان وویل په کروناویروس د اخته‌و ۸۰ کسانو له جملې ۲۸ تنه یې ایران ته د تلو مخینه نه لري چې دا مسله په ټولنه کې د کروناویروس د خپرېدو ښکارندوي کوي.

د روغتیا وزارت مرستیال وویل: "دا په دې معنی ده چې د هېواد په عام نفوس کې له یو کس څخه بل کس انتقال شوی دی چې د دغو ۲۸ تنو له جملې ۲۳ تنه یې به هرات کې دي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی که چېرې په کروناویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې زیاتې شي ورسره به په هغو ولایتونو کې چې زیاتې مثبتې پېښې په کې ثبت کېږي د ګرځېدو بندیز ولګول شي.

د افغانستان په لویدیځو دریو ولایتونو هرات، فراه او نمیروز کې چې د کروناویروس له لوړ ګواښ سره مخامخ دي د درېیو ورځو لپاره ګرځ بندیز لګول شوی دی.

تر اوسه د کروناویروس د ناروغۍ له امله په افغانستان کې دوه تنه مړه شوي دي.