شاته

د کرونا نړیوال کړکیچ؛ تر اوسه په نړۍ کې څه دپاسه ۲۲ زره تنه مړه شوي

د امریکا د متحده ایالاتو د جانز هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د کرونا په نوي ویروس په نړۍ کې څه دپاسه ۴۶۶ زره تنه اخته شوي دي. تر اوسه څه دپاسه ۲۲ زره کسان ددغې ناروغۍ له کبله مړه شوي او څه دپاسه ۱۱۳ زره اخته کسان روغ شوي دي.

د جانز هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د امریکا په متحده ایالاتو کې په کروناویروس باندې د اخته کسانو شمیر څه دپاسه ۷۰ زرو ته رسیدلی او ددې ویروس په وجه د مړو شمیر ۱۰۵۰ تنه ذکر شوی دی.

د امریکا د کانګرس سنا د چهارشنبې د ورځې په وروستیو کې د دوه تریلیون ډالرو اقصادي او روغتیایي مرستو د ورکړې پریکړه د رایو په اتفاق تصویب کړه چې له هغه کارګرانو، کارکوونکو، شرکتونو سره مرسته وشي چې د کروناویروس د خپریدو په وجه زیانمن شوي دي.

په چین کې چې د کروناویروس ددې هیواد په ووهان ښار کې د لومړي ځل لپاره رامنځ ته شو چې تر اوسه څه دپاسه ۸۱ زره تنه پدې ویروس اخته دي او نژدي ۳۳۰۰ تنه مړه شوي دي.

په ایټالیا کې د کرونا کړکیچ لا هم دوام لري. تر اوسه پدې هیواد کې ۷۴۳۸۶ تنه په کروناویروس اخته شوي او ددې ویروس له وجې پدې هیواد کې د مړو شمیر ۷۵۰۳ ته رسیدلی دی. په ایټالیا کې تر اوسه ۲۹ ډاکتران او روغتیایي کارکوونکي هم د کروناویروس له وجې مړه شوي دي.

په اسپانیا کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر د پنجشنبې تر ورځې مارچ ۲۶ پورې ۵۶۱۸۸ تنو ته رسیدلی او د مړو مجموعي شمیر یې تر اوسه څه دپاسه ۴۰۰۰ دی.

په فرانسه کې ۲۵ زره تائید شوې پیښې ثبت شوي او تر اوسه پدې هیواد کې ۱۳۳۱ تنه د کروناویروس له وجې مړه شوي دي چې د رپوټونو له مخې د ۸۶ فیصده قربانیانو عمر له ۷۰ کالو پورته و. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پدې هیواد کې د کروناویروس له وجې د ۲۳۱ تنو مړینه تائید شوې ده.

په بریتانیا کې ۸۳۶۷ تنه په کروناویروس اخته شوي او ددې ویروس په وجه د مړو شمیر ۴۶۵ تنو ته رسیدلی دی.

په جرمني کې بیا ۳۷۳۲۳ تنه په کروناویروس اخته شوي او پدې هیواد کې د مړو شمیر ۲۰۶ تنه رپوټ شوی دی.

د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د وړاندوینو له مخې د کروناویروس په وجه اقتصادي زیان او بیکاري په نړۍ کې د ۲۰۰۸ کال د اقتصادي کړکیچ نه ښایي زیاته شي.