شاته

افغانستان کې کروناویروس؛ تر ۱۰زره بندیان خوشې کېږي

افغان حکومت وايي چې د جمهوررئیس غني د فرمان په اساس په محابسو کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي او د زندانیانو د روغتیا لپاره زرګونه بندیان خوشې کېږي.

د افغانستان د محابسو او توقیف‌خونو عمومي رئیس راشد طوطاخیل د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶مه (وري اومه) خبریالانو ته وویل د دغو بندیانو د یوې برخې خوشې کول چې جدي جرمونه یې نه دي ترسره کړي د جمهور رئیس له صلاحیتونو څخه دي او خوشې کېدل یې ټولنې ته ګواښ نه پېښوي.

هغه زیاته کړه چې له دې جملې د یو شمیر نورو بندیانو خوشې کول بیا د افغانستان محاکمو او د محابسو د چارو د تنظیم ادارې صلاحیتونو پورې تړاو لري.

ښاغلي طوطاخیل وویل: "د جمهور رئیس هدایت دا دی چې په لسو ورځو کې باید دا پروسه نهايي شي او دا صلاحیتونه باید په ټولو ولایتونو کې هم‌مهاله تفویض شي... دا فرمان په داسې بڼه طرح شوی که چېرې تطبیق شي، ښايي موږ شاوخوا ۹ تر ۱۰زره بندیان خوشې کړو".

د هغه پر وینا د محابسو ریاست د ارزونو په اساس ۹۵ ښځې، دوه زره او ۲۱۲ بندیان چې له پنځو کلونو کمې مودې حبس سزا ورته ورکړل شوې او یا د حبس پنځه کاله یې پاتې وي، ۷۰ تنه محجوزین او ۴۷۸ هغه بندیان چې په صعب‌العلاجه ناروغۍ اخته وي، د جمهور رئیس د عفې په فرمان کې شامل دي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وویل چې د کروناویروس د خپرېدو مسلې ته په پاملرنې محابس تر ټولو زیانمنونکې سیمې دي او د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د افغان حکومت سپارښتنې په زندانونو کې هم عملي کېږي.

د ښاغلي حمیدي پر وینا د جمهور رئيس غني په فرمان کې د ښځو او ماشومانو بېرته خوشې کولو زیاته پاملرنه شوې ده.

هغه زیاته کړه: "هغه کسان چې صعب‌العلاجه ناروغۍ اخته دي، یوه روغتیايي کمېټه به د دې فرمان په اساس په ټول افغانستان کې په کار پیل وکړي ترڅو له تثبیت وروسته هغه کسان چې په صعب‌العلاجه ناروغۍ اخته دي له دې فرمان څخه مستفید شي".

خو د افغانستان لوی څارنوال ټینګار وکړ، چې په تروریستي او د کورني او بهرني امنیت په وړاندې جرایمو محکوم شوي کسان په دې فرمان کې شامل نه دي.

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل چې دا تصمیم د زندانیانو د خوندیتوب لپاره نیولی او د روغتیا وزارت له وړاندیز او د کابینې له تائید وروسته جمهور رئیس غني په دې برخه کې فرمان صادر کړی دی.

د ښاغلي فیروز پر وینا په زندانونو کې د ګڼې‌ګوڼې زیاتوالي، د لمر او کافي خوړو نشتوالي او غیرمعیاري خونو ته په پاملرنې محابس د کروناویروس د خپرېدو زیانمنونکې سیمې ګڼل کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په زندانونو کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره د نیول شویو تدابیرو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه کمېسیون په یو راپور کې ویلي وو چې د افغانستان په ۱۷ زندانونو کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره معیاري وقایوي تدابیر نه دي نیول شوي او دغه راز مناسب روغتیايي خدمات نه دي وړاندې شوي.

د افغان حکومت د معلوماتو په اساس دا مهال د افغانستان په محابسو کې له ۳۵زرو څخه نیولې تر ۴۰ زره بندیان ساتل کېږي.