BBC
 شاته

ملګرو ملتونو افغانستان او ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه

ګوتیرش ویلي، د تاوتریخوالي دا کمښت به د اوربند لامل شي د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګوتیرش ویلي، د تاوتریخوالي دا کمښت به د اوربند لامل شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې په دې هېواد کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې تاوتریخوالی نور هم کم کړي او اوربند ته کار وکړي.

یوناما دا غوښتنه داسې مهال کوي چې روانه میاشت په افغان کړکیچ کې د ملکیانو د وژل کېدو او ټپي کیدو پېښې زیاتې شوي.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش دا غوښتنه د نړېوال اوربند لپاره کړې او وایي، په دې سره به ټول پام د کوویډ-۱۹ یا کورونا وېروس ساري ناروغۍ سره مبارزې ته واوړي.

نوموړي دا ویروس د ټولو افغانانو لپاره جدي ګواښ بللی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش په اعلامیه کې ویلي:"د وېروس شدت د جګړې بدمرغي ښیې. د همدې لپاره د نړۍ په هر ګوټ کې په بیړني ډول د نړیوال اوربند غوښتنه کوم. د جګړې اور ته د پای ټکی کېږدئ او له دغې ساري ناروغۍ سره مبارزه وکړئ چې زموږ نړۍ ورانوي، دغه مبارزه هلته پیل کېږي، چې هرچېرته همدا اوس جګړه ودرول شي. "

ګوتیرش ویلي، د تاوتریخوالي دا کمښت به د اوربند لامل شي ښکېل اړخونو ته د بین الافغاني خبرو د پیل مناسب فرصت رامنځته شي او د ده په ټکو د کورونا وېروس (کویډ-۱۹) له کبله د رامنځ ته شوي روغتیایي ناورین سره د مبارزې لپاره ښه تیاري ته هم زمینه برابروي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هغه افغان سکان چې خپلوان یې له لاسه ورکړي

اعلامیه کاږي چې سره له دې چې د فبرورئ په پای کې د تاوتریخوالي د کموالي له اعلان سره سم په تاوتریخوالي کې یو څه کمی ولیدل شو خو بیا د مارچ له لومړۍ تر ۲۵ مې نېټې ۱۰۰ملکیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

اعلامیې پرون د چارشنبې ورځې د کابل برید ته اشاره کړې چې داعش ډلې د سکانو او هندوانو پر یوه عبادتځي کړې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا ۲۵ کسان پکې وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

همدارنګه اعلامیې د مارچ ۶ مې نېټه په پلازمینه کې د یوه پخواني جهادي مشرد یاد تلین پرمراسمو برید کې

۳۴ تنه ملکیان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول چې دده پرټکو طالبانو ته د هدفي وژنو او د ناچاوده توکو پر مټ د ډېر شمېر ملکیانو د وژنې مسولیت ورګرځي.

یوناما د هغو ملکیانو پر وژنو هم اندېښمنه ده چې افغان سرتیرو ته یې مسولیت ورګرځي دی بېلګه د مارچ ۲۱مه د کندوز پېښه یادوي چې د هوايي برید له کبله ۱۱ ملکیان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

ملګري ملتونه په خپلې اعلامیه کې کاږي چې د افغانانو په مالکیت د یو ټول شموله افغان بهیر ملاتړ ته ژمن دی چې ښځې، ځوانان او لږکي په کې برخه ولري او په افغانستان کې د دوامداره ټیکاو سبب شي.

د انځور حقوق STANIKZAI FACEBOOK
Image caption ویل کېږي چې د ملي امنیت پخوانی رئیس معصوم ستانکزی به د حکومتي پلاوي مشر وي

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره له تېرو څو کلونو راهیسې په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې روانې دي.

په دې لړ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د خبرو لړۍ هم راځي، چې په پایله کې یې تېره میاشت دواړو خواو خپلمنځي هوکړه اعلان کړه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې یو اساسي ټکی و.

افغان حکومت تېره ورځ له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره هم خپل ۲۰ کسیز پلاوی اعلان کړی. د دې هېواد ملي راډیو ټلویزیون ویلي و چې د ملي امنیت پخوانی رئيس معصوم ستانکزی به د دې پلاوي مشري کوي. د دې پلاوي له اعلانه وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې د مارچ پر ۳۱مه نېټه به سل تنه طالب زندانیا خوشي کوي.