BBC
 شاته

د انګلیسي ژبې ښوونکې د کورونا وېروس له کبله مشهوره شوه

Holly King-Mand د انځور حقوق Holly King-Mand/Facebook
Image caption ۳۶ کلنه هولي کېنګ وایي، ویاړي چې په دې سخت وخت کې د خلکو مرسته کولی شي

په بریتانیا کې د انګلیسي ژبې یوه استاده یوازې له ۳ انلاین درسونو وروسته په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې ده او پر فېسبوک یې زرګونه مینه وال او فالورز پیدا کړي.‌

۳۶ کلنه هولي کېنګ د بریتانیا بېډفورډشایر سیمه کې اوسي او د اوونۍ پنځه ورځې د نیم ساعت لپاره ماشومانو ته پر فېسبوک انګلیسي ور زده کوي.

د مینه والو د ډېرېدو لامل یې دا دی‌ چې دا مهال په ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان د کورونا وېروس له کبله په کورونو ناست دي، او ډېری یې پر انټرنټ وخت تېروي.

هولي کېنګ وایي، پخوا یې پر فېسبوک یوازې ۷۴ ملګري درلودل او دا ورته ډېره خوشحاله وه.‌

خو پر فېسبوک د انګلیسي ژبې له درېیو درسونو وروسته یې اوس د مینه والو شمېر ۱۸ زره کسانو ته رسېدلی دی.

نوموړې وایي، فکر کوي چې د خپلو انلاین درسونو په اړه یې پر سم وخت او په سم ځای کې خبرتیا خپره کړه، او له همدې کبله یې دومره ډېر فالورز پیدا کړي.‌

اغلې کېنګ له ۷ کلونو تر ۱۴ کلونو د عمر ماشومانو ته د لومړي او دویم لېول یا کچې انګلیسي ور ښیی.‌ نوموړې په دې درسونو کې له املا انشا او تلفظ نیولې د شکسپیر تر شاعرۍ پورې موضوعاتو په اړه خبرې کوي.

د انځور حقوق Holly King-Mand/Facebook
Image caption د نړۍ له بېلابېلو برخو ماشومانو د هولی کېنګ درسونه پر فېسبوک ګوري

‌د دې درسونو په ترڅ کې هغه ماشومانو ته کورنۍ دندې هم ورکوي، او دا چې درس انلاین دی نو زده کوونکي هم سملاسي ځواب ورکوي.

هولي کېنګ دوه لوڼې لري چې کشره یې د اتو میاشتو ده،‌ نوموړې له دې مخکې په منځني ښوونځي کې ښوونکې وه.

اغلې کېنګ وایي، کله چې د کورونا وېروس له کبله ښوونځي او نور ځایونه بند شول او خلکو سره مخامخ کتل ناشوني وو نو پرېکړه یې وکړه چې خپل هنر انلاین په کار واچوي.‌‌

له همدې کبله یې پر فېسبوک د انګلیسي ژبې تدریس پیل کړ او اوس د نړۍ په څلورو لویو وچو کې یې خلک په ژوندۍ بڼه صنفونه او درسونه کتلی شي.‌

هولي کېنګ وایي، پر دې خبره ویاړي‌ چې په دې سخت وخت کې د نورو خلکو مرسته کولی شي او د هغوی پام یوې مثبتې بوختیا ته اړولی شي.‌

نوموړې یوازې یو شکایت لري، او هغه دا چې د انلاین درسونو او بوختیا له کبله کالیو وینځلو ته وخت نشي ایستلی.‌